د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو امېل (د سرفراز خبرې او نوې سندرې)


د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په دې وروستیو کې داسې اندېښنې څرګندېدې چې د انټرنېټ زیات استعمال له کبله به د پښتو سندرو بازار خراب شي.

پر دې سربېره بیا هم سندرغاړي بازار ته نوي البمونه را وباسي او خپل کار ته دوام ورکوي.

په دوی کې یو د پښتو پېژندل شوی سندرغاړی سرفراز دی چې یو نوی البم یې خپور شوی دی.

سرفراز وايي، د ده د نوي البم نوم (زېری) دی. دی وايي، په البم کې یې ځینې طرزونه خپل دي. دی وايي، له نوې موسیقۍ سره سره یې د پښتو دودیزې آلې هم په دې البم کې کارولې دي.

سرفراز وايي، د دې نویو سندرو په البم کې یې د ښو او نومیالیو شاعرانو شعرونه را اخیستي دي. دی وايي، د نویو سندرو ویډیو ګانې به هم ژر خپرې کړې.

د سندرو امېل په خپرونه کې د تل په څېر سندرې هم شته.

خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:23:49 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG