د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو امېل (د ډاکتر صاحب شاه صابر یاد غونډه)


د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

پراګ - د پېښور او جلال اباد فرهنګیانو په دې وروستیو کې ګډې غونډې پیل کړې دي چې په کې د پښتنو نومیالي شخصیتونو ته درناوی ښودل کېږي او د هغوی په اړه ولس ته مالومات ورکول کېږي.


په دې ترځ کې په دې وروستیو کې دې فرهنګیانو په پېښور کې د نومیالي شاعر ارواښاد ډاکتر صاحب شاه صابریاد غونډه وکړه. په دې غونډه کې د صابر د ژوند او فن په اړه خبرې وشوې.

د فرهنګیانو هڅه ده چې د دواړو خواو پښتنو اړیکي پیاوړي کړي.

نومیالی سندر غاړی کرن خان وايي، دوی له ډېر وخته هڅه کوله چې د صاحب شاه صابر یادغونډه ولمانځي. دی وايي، په دې لړ کې به دوی د نورو نومیالیو پښتنو شخصیتونو یاد غونډې لمانځي.

یو بل پېژندل شوی شاعر امجد شهزاد وايي، د نا امنۍ په دې وخت کې داسې غونډې کول لوی کار دی.

دی وايي، بله خبره دا ده چې نن سبا د پښتو په سندرو کې ښه شاعري نه انتخابېږي او دا ډول غونډې د ښو شاعرانو کلامونه په موسیقۍ کې یو ځل بیا دودولای شي.

د کونړ یو نومیالی انځورګر حمد الله ارباب د ارواښاد ډاکتر صابر یو شمېر انځورونه جوړ کړي ول او په شوې غونډه کې یې نندارې ته وړاندې کړې.

ارباب وايي، دا غونډه ځکه جوړه شوه چې د ډاکتر صابر کورنۍ، د نوموړي تر مړینې وروسته له مالي ستونزو سره مخامخ وه.

د دې غونډې په اړه نور تفصیل د سندرو امېل په خپرونه کې واورئ.

په دې خپرونه کې سندرې هم در خپروو.

د سندرو امېل د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:22:05 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG