د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ډرون بریدونه نه پرېږدو"



په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې د چارشنبې په ورځ تر سره شوی امريکايي ډرون بريد په دې هيواد کې د ۱۱م مې تر ټولټاکنو وروسته لومړی بريد دی چې په ترڅ کې يې د تحريک طالبان پاکستان د دوهم مشر ولي الرحمان مسود په ګډون څلور وسله وال ووژل شول او دوه نور ژوبل شول.


د دې بريد په کېدو سره په پاکستان کې د ډرون بريدونو په اړه د راتلونکې نوي حکومت پر تګلاره بحثونو ته لاره هواره شوې ده. دا چې په مرکز کې د مسلم ليګ نواز ډلې د حکومت تر جوړېدو وروسته به د ډرون په اړه دا ګوند څه ډول ګامونه پورته کوي، د ګوند مرکزي جنرل سېکرټري اقبال ظفر جهګړا وايي چې دوی به په رسمي ډول له امريکا غوښتنه کوي چې نور د پاکستان پر خاوره خپل بريدونه ودروي ځکه چې د دده په وينا دوی به د خبرو اترو لاره غوره کوي.

(( د هرې مسلې حل مذاکرات دی او که تاسو ته ياد وي نو په ۲۰۰۸م کال کې په قومي اسمبلۍ کې هم يو قرارداد د نواز شريف په غوښتنه شوی و او په هغه کې ويل شوي و چې په کار ده موږ مسلې د مذاکراتو له لارې حل کړو او د طاقت استعمال همېشه د آخري خوښې په طور په کار وي)).

اقبال ظفر جهګړا زياته کړه چې که مذاکرات ناکام هم شي نو بيا به هم دوی ډرون ته اجازه ورنکړي.

بلخوا په خېبر پښتونخوا کې حکومت جوړونکی د پاکستان تحريک انصاف ګوند هم د ډرون مخالفت کوي. د دې ګوند د خېبر اېجنسۍ سيمه ايز مشر اقبال اپريدی وايي چې دوی به د خپلو امنيتي ادارو لخوا د وسله والو د ځپلو ملاتړ وکړي.

((که د چا خلاف دلته داسې ورانکاري وي چې د چا په ضد حملې کوي نو موږ وايو چې د هغوی لپاره دلته عدالتونه او پوليس هر څه شته او موږ به هغوی ته مقامي سزا ورکوو. د امريکې هېڅ قسمه حق نه جوړيږي چې هغه پر موږ باندي ډرون حملې وکړي. دا د پاکستان د قانون او آيين خلاف ورزي ده)).

دا چې په پاکستان کې د ډرون بريدونو د درېدو څومره امکان شته؟ د پوځي چارو کارپوهه اوليکواله ډاکټر عايشه صديقه وايي چې په پاکستان کې به تر هغه وخته ډرون بريدونه کيږي تر څو د پاکستان پوځ پخپله کوټلي عمليات نه وي کړي.

((ډرون بريدونه به هغه وخت دريږي چې کله د پاکستان پوځ يا رياست دا څرګنده کړي يا د دې ثبوت ورکړي چې دوی له طالبانو سره د جګړې يا د دوی د مېنځه وړلو توان لري. که چيري داسې نه وي نو بيا زما شک او ويره دا ده چې امريکا به هم دغه ډول ډرون بريدونه جاري ساتي)).


عايشه صديقه په اوسني ډرون بريد کې د تحريک طالبان پاکستان د دوهم مشر ولي الرحمان مسود د وژل کېدو په تړاو زياتوي چې که څه هم د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په ښکاره د ډرون خلاف بيانونه ورکوي خو ځيني وخت دوی هم په خوشاله وي.

((دا د امريکا له اړخه پاکستان ته يو اشاره ده چې موږ يوازي هغه طالبان نه وژنو چې تاسو ښه ورته واياست بلکې هغه طالبان هم وژنو چې د رياست خلاف دي او بريدونه تر سره کوي. که څه هم د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پر دې ډرون بريد احتجاج هم کړی خو زما په فکر په دننه کې به اطمينان هم ورته تر لاسه شوی وي)).

د پاکستان پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف د يوې مرکې پر مهال منلې وه چې د ده په دور کې امريکا ته اجازه ورکړل شوې وه چې د وسله والو د وژلو لپاره په پاکستان کې ډرون کارولی شي. بلخوا په دې وروستيو کې د امريکا ولسمشر باراک اوباما د ډرون په اړه په خپله تګلاره کې ويلي چې دوی به د ولسي وګړو د ژغورلو هڅه کوي او د دا ډول بريدونو له لارې به يوازي ترهګر په نښه کوي.
XS
SM
MD
LG