د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر ګاګرې سرکاری سکول ودانۍ ورسته شوې




فرهاد شینواری

د خیبر ایجنسۍ د لنډي کوتل تحصیل ګاګرې سیمې د سرکاری پرایمري سکول زده کونکي او استاذان وایي چې د دوی سکول په ۱۹۷۴ کال کې جوړ شوی دی خو د تېرې اوږدې مودې راهیسې په کې تعمیراتي کار نه دی شوی،


دوی وایي چې د دغه سکول ودانۍ اوس ورسته شوې ده او چاردیواری یې هم نشته، د سکول چتونه او فرشونه یې هم خراب شوي دي او په دې سکول کې خوا وشا ۲۰۰ زده کونکي زدکړې کوي. چې د آسانتیاو د نشتوالی له امله په کې د یو شمیر ستونزو سره مخامخ دي.

د ګاګرې سرکاری پرایمری سکول د دویم جمات یو ذده کونکۍ رحمان الله مشال راډیو ته وویل:

(( د سکول ودانۍ یې خرابه شوې ده او د باران اوبه په کې دننه راځي، په خاورو کې ناست یو، جامې مو هر وخت خیرنې وي د بجلۍ او اوبه هم په کې نشته))

د یاد سکول د دریم جمات یو بل زده کونکۍ سلیمان وایي،

(( دلته په سخته ګرمۍ کې ناست یو، د سکول چاپیریال مو ډېر ګنده دی، او په کوټو کې يې کندې جوړې شوي دي. چارواکو ته په کار ده چې سکول راته جوړ کړي))

د ګاګرې سرکاری پرایمری سکول یو استاذ اختر علی وايي

(( د سکول دروازې مو په پړو تړلی دي، او ویریږو چې چتونه يې په ماشومانو راپری نه وځي، دلته د ځینې کوټو دیوالونه شته خو چتونه يې نشته،او د دغې سکول چاردیواري هم نشته))

د دغه سکول یو بل استاد یارحمان وايي،

(( څو څو وارې د تعلیم محکمې چارواکي دلته راغلل، خو تعمیراتي کار یې شورو نه کړ،او زه پکې د تیرو اتو کالو نه استاذی کوم خو دغه سکول حالت بدل نه شو او موږ استاذانو ته هم په کې ډېر تکلیف دي))

د خیبر ایجنسۍ د ګاګرې سرکاری پرایمری سکول د بیا جوړولو په هکله مو د خیبر ایجنسۍ د تعلیم په دفتر کې د ډیولپمنټ یا ترقیاتي کارونو آفیسر نوازخان سره رابطه وکړه نو هغوی وویل:

(( دغه سکول موږ په روان کالني ترقیاتي پروګرام (اې ډي پي) کې شامل کړی دی او هڅه کوو چې مکمل یې جوړ کړو))

د ګاګرې سرکاری پرایمری سکول زده کونکي او استاذان وايي، چې باید دې سکول ته د تعلیم چارواکي پام وکړي او ژر تر ژره يې جوړ کړي.
XS
SM
MD
LG