د لاسرسي ځای

تازه خبر

دپښتونخوا اسمبلۍ سپیکر و مرستیال سپیکر وټاکل


د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ خپل سپیکر اسد قیصر او مرستیال سپیکر امتیاز قرېشي له سیالۍ پرته وټاکل.


له ټاکل کېدو وروسته سپیکر اسد قیصر له مشال راډيو سره په خبرو کې وویلو چې له ټولو سیاسي ګوندونو سره به یو شانته چلند کوم:

(په بنیادی توګه د سپیکر زمه واري دا ده، هغه ټول سیاسی ګوندونه چې ولس ورباندې باور کړی یو رنګ موقع ورکړي او ټول ګوندونه په اعتماد کې واخلي. او زما کوښښ به دا وي چې ټول په اعتماد کې واخلم.)
XS
SM
MD
LG