د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ولي الرحمن پر ځای خان سيد عرف سجنا وټاکل شو


خان سيد شبي خیل عرف سجنا
خان سيد شبي خیل عرف سجنا



په شمالي وزير ستان کی امنيتي چارواکو ، ځاي قباییلي مشرانو او د طالبانو په ليکو کی ځينو سرچينو مشال ریډيو ته نن ( زیارت ورځ) ويلي چې د امريکايي بې پايلټه الوتکې په پروني(۲۹مې) برید کی وژل شوي د طالبانو مهم مشر ولي الرحمان مسود پرون مازيګر په میرام شاه کې حقانيه قبرستان کی خاورو ته وسپارل شو.


د طالبانو ځینو سرچېنو د نوم نه ښودلو په شرط نن د زیارت پر ورځ مشال ريدیو ته وویل، چې تحريک طالبان پاکستان د ولي الرحمن پر ځای اوس خان سيد شبي خیل عرف سجنا نوی مرستيال مشر وټاکلو.

مشال راډیو ته د سیمه اېزو او طالبانو سرچينو ويلي ول چې ولي الرحمن مسود چې د تحریک طالبان پاکستان د مشر حکیم الله مسود مرستیال وو، پرون سهار وختي(۲۹مې) د شمالي وزير ستان په چشمه پل کلې کې د بي پیلوټه الوتکې په حملې کې ووژل شو.

د امریکا حکومت د حکېم الله مسود او ولي الرحمن هر یوه پر سر د پنځو میلونو ډالرو انعام ایښی و.

ویل کېږې چې ولې الرحمن مسود د ۲۰۰۸ م کال دسپتمبر په میاشت کې په اسلام آباد کې د ميريټ هوټل بمي حملې چې له پنځوسو زیات کسان په کې وژل شوي ول، اصلې پلان جوړونکی و.

راپورونه وایي، د بې پایلټه الوتکې په دې حملې کې د پاکستانې طالبانو د یوه بل جګپوړې قوماندان نصیرالدین په ګډون، یو شمېر وسله وال هم وژل شویدي.
XS
SM
MD
LG