د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د ګوزڼ ضد کمپاین لپاره پوره امنیت غواړو"


شبیر احمد جان

خیبر پښتونخوا کې د وسله والو له لوري ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکو ورکونکو ډلو باندې د پرله پسې بریدونو له کبله تر اوسه د ښځينه کارکونکو او پولیس په ګډون ۹ تنه وژل شوي دي.


د ګوزڼ څاڅکو ورکونکي وايي، تر څو چې سرکار ورته پوره امنیت نه وي ورکړی تر هغو به ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکي نه ورکوي.

د صحت محکمې او ضلعی انتظامیي خپل پولیو کمپاین تر نا معلومې مودې ځنډولی دی او د صحت نړیوالې ادارې هم خپل کارونکو ته د کار نه کولو غږ کړی.

پیښور کې د پو لیو د مخنیوی ادارې یو چارواکی سعود خان مشال راډیو ته وویل، تر دې دمه د وسله والو بریدونو کې د دوی د ښځو کارکونکو په ګډون ۹ تنه وژل شوي دي او له پرون نهې ورځې راهیسې په پیښور کې د پولیو کمپاین تر ناڅرګنده وخته ځنډېدلی دی.

په پېښور کې د لیډي هیلت ورکرز مشرې سعدیه عائشه مشال ریډیو ته وویل، چې تر څو ورته پوره امنیت نه وي ورکړل شوی د پولیو کمپین کې به برخه نه اخلي.

دا زیاتوي:(( له موږ سره زیاتره رضا کارې وي، غریبانان وي او هغوی پرون د خپلې یوې ملګرې له مرګ وروستو له کاره انکار کړی دی او بله دا چې که ډېر یې تنګ کړو نو استعفا به ورکړو ځکه دوی وايي، کار کوئ ګنې نوکرو نه مو وباسو نو چې زموږ ژوند نه وي په نوکرو څه کړو ))
بلخوا د پیښور ضلعی انتظامیې اسسټنټ کمیشنر حبیب الله عارف مشال راډيو ته وویل چې ددوی سیکورټي به نوره هم اوس سیوا کوو اوو څو ورځو له پاره پیښور کې کمپاين ځندول شوی دی

(( له پرونۍ پیښې وروستو چې پکې یو زنانه شهیده شوه او بله اوس هم په هسپتال کې ده. د دوی سره د پیوستون یا یکجهتې له پاره موږ دا کمپاين ځنډولی دی. بل د اسمبلۍ سېشن دی نو پولیس نفري هم کمه وه او بله خبره چې موږ ګورو چې کم ځای موږ کمی دی سیکورټی کې چې هغه پوره کو او دا کمپاین زر تر زره بیا شروع کړو))

د صحت نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او په خیبر پښتونخوا کې خپل کارکونکي له کار کولو درولي دي او له دیني عالمانو یې غوښتي دي، چې پولیو ختمولو کې خپل کردار ولوبوي.

یو دینی عالم ډکټر معراج الدین مشال ریدیو ته وویل چې د پولیو څاڅکي ورکول علاج دی او علاج سنت نبوي دی او اسلامی دی:

(( دا خو موږه ته خپل دین اسلام وايي چې ځانونه او خپل بچي مه وژنی او دا علاج خو د نبي سنت دی نو تاسو خپلو بچو ته له پولیو د بچ کېدو څاڅکي ورکړی. دې کې هېڅ بدیت یا نقصان نیشته))

د یادونې وړ ده چې په شمالی وزیرستان او نورو قبايلي سیمو کې طالب وسله والو د ګوزڼ څاڅکي پر ورکولو بندیز لګولی دی.
XS
SM
MD
LG