د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د ګوانتانامو زندان افغان قیدیان راته وسپارئ"


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی

افغان حکومت پرون د اتوار پر ورځ له امریکا غوښتنه وکړه چې د ګوانتانامو زندان افغان قیدیان دې دوی ته وسپاري.


د ولسمشر حامد کرزي ویاند اېمل فیضي له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل ولسمشرکرزی له امریکایي ولسمشر براک اوباما د هغو هڅو ستاینه هم کوي چې غواړي ګوانتانامو زندان وتړي.

ایمل فیصي زیاته کړه ، ولسمشر کرزی هیله من دی چې د امریکا کانګرس به خپلو هېوادونو ته د ګوانتانامو زندان د بندیانو د لېږدولو په برخه کې قانوني محدودیتونه لیرې کړي.

افغان حکومت دا غوښتنه په داسې حال کې کوي چې د امریکا د کانګرس د خلکو د استازو د جرګې یوه پلاوي پرون په کابل کې له ولسمشرحامدکرزی او نورو چارواکو سره لیدنه وکړه.

د ایمل فیضي په وینا د کانګرس پلاوي له ولسمشرکرزي سره په کتنه کې له افغانستان سره د امریکا د مرستو د دوام ډاډ هم ورکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG