د لاسرسي ځای

تازه خبر

شامي حکومت په امن غونډه کې ګډون کوي


د روس د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د شام د ولسمشر بشارالاسد حکومت رضا شوی چې د روس او امريکا لخوا په جېنېوا کې په تجويز شوي نړيوال امن کانفرنس کې ګډون وکړي.

خو د روس د بهرنيو چارو د وزارت وياند الېګزنډر لوکاشېوچ پرون يو خبري کانفرنس ته وويل چې اوسمهال د دې کانفرنس نېټه ټاکل ځکه امکان نه لري چې دا خبره لا سپينه نه ده چې د اپوزيشن لخوا به څوک خبرې کوي او څه ډول واک به لري. بلخوا د شام حکومت مخالفه قامي اتحاد پرون په ترکي کې خبرو اترو ته دوام ورکړی وو چې آیا د ولسمشر بشارالاسد د حکومت له غړیو سره به په خبرو اترو کې برخه واخلي او که نه. روس او امریکا په شام کې د دوو کالو راهیسې د روانې شخړې د ختمولو په وړاندیز زور اچوي چې پکې د اتیا زره شاوخوا کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG