د لاسرسي ځای

تازه خبر

جان کېري د امن خبرو لپاره رام الله ته ولاړ


فلسطین: محمود عباس د امریکا بهرنیو چارو وزیر جون کېري سره د لویدیځې غاړې رام الله کې ویني. ۲۳مې ۲۰۱۳
فلسطین: محمود عباس د امریکا بهرنیو چارو وزیر جون کېري سره د لویدیځې غاړې رام الله کې ویني. ۲۳مې ۲۰۱۳
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د اسرایل او فلسطنیانانو تر مینځ د سولې د خبرو اترو د بحالولو لپاره د کوششونو په لړ کې بیت المقدس او رم الله ته سفر کړی دی.

کیري اول د اسرایلي وزیراعظم بین یامین نیتن یاهو سره د زیارت پر ورځ په بیت المقدس کې و لیدل او وروسته بیا د غربي پټۍ په رم الله کې یې د فلسطیني ولسمشر محمود عباس سره لیده کاته وکړل.

کیري امید څرګند کړ چې په ځینو برخو کې د شکونو د موجودګۍ او د تېرو ترخو کلونو د مایوسۍ پرته به هم محتاط او له صبره ډکې هڅې په سیمه کې په امن راوستلو کې مرسته وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG