د لاسرسي ځای

تازه خبر

"تحریک انصاف و جماعت اسلامي یوه تعليمي پالیسي لري"


غلام غوث

پیښور: د خیبر پښتونخوا نومول شوی وزیراعلی پرويز خټک د زيارت ور‎ځې مازيګر په پيښور کې وويل چې د امن قايمولو لپاره له وسله والو سره د مذاکراتو په لړ کې دوی په صوبايي کچه هلې ځلې پيل کړي دي. خو اصلاٌ دا کار د مرکزي حکومت دی او دوی به په دې لړ کې په مرکز کې د ميا نواز شريف د حکومت ملاتړ کوي. نوموړي زياته کړه:


( موږ يوازې د دې صوبې له عالمانو سره ليدل کتل کوو چې هغوی په اعتماد کې واخلو او په ګډه يوه لاره راوباسو او له طالبانو سره خبرې او امن راوستلو کې مهم کردار د مرکزي حکومت دی، موږ انتظار کوو چې وفاقي حکومت په دې لړ کې څه پاليسي جوړوي؟ موږ د مرکزي حکومت په پاليسۍ مکمل تعاون ته تيار يو، دا مسله د وفاق په لاس کې ده موږ به د ټولو سياسي ګوندونو، عالمانو او د صوبې له نورو خلکو سره په دې لړ کې ملاقاتونه کوو.)

د خبريالانو په دې پوښتنه چې د عمران خان ګوند په خپل منشور کې تعليم ته يو مهم ځای ورکړی دی، ولې په نوې صوبايي ايتلافي حکومت کې يې د تعليم وزارت جماعت اسلامي ته ورکړی دی، نو په ځواب کې نوموړي وويل چې د تعليم په اړه د هغوی ګوند او جماعت اسلامي يو شان فکر لري. نوموړي زیاته کړه:

( د تعليم وزارت موږ جماعت اسلامي ته ورکړی دی او په تحريک انصاف کې دننه په دې لړ کې څه اختلاف نه شته. موږ هم په نصاب کې د بدلون او د يو رنګ معيارۍ تعليم خبره کوو او هغوی هم.)

پرويز خټک زياته کړه چې د پښتونخوا د اسمبلۍ غونډه په ۲۹مه مۍ رابلل شوې ده او هر څو که د بجټ د تياري په لړ کې دوی ډير کم وخت لري خو بيا به هم دوی هڅه کوي چې د بيوروکراسۍ لخوا د تيار کړل شوي بجټ پوره پوره جاج واخلي.
XS
SM
MD
LG