د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما ډرون بریدونه روا وبلل


اوباما د ډرون بریدونو دفاع وکړه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:08 0:00

اوباما د ډرون بریدونو دفاع وکړه

د امریکا ولسمشر براک اوباما پرون د زیارت پر ورځ له ترهګرۍ سره په جګړه کې د امریکا یوه نوې تګلاره اعلان کړه، امریکا ته ورپېښ ګواښونه یې په جزییاتو سره تعریف کړل او د بې پایلټه الوتکو د حملو لپاره یې نوي اوچت معیارونه غوره وبلل.


اوباما په عین حال کې د بې پایلټه الوتکو حملې قانوني، اغېزمنې او د هغو ګواښونو په شنډولو کې چې امریکا ورسره مخامخ ده؛ مهمې وبللې او د هغو دفاع یې وکړه:

"داسې ځایونه شته چې زموږ د سرتېرو او سیمه ییزو ملکي وګړو لپاره ژور ګواښ رامینځ ته کوي. هلته چې د ترهګرو یو مرکز شاوخوا قبایلي ټولنو ته نژدې پروت وي؛ که څه هم موږ ته له هغو څخه هېڅ خطر نه وي متوجه؛ خو له جګړې پرته په بل څه له مینځه تللی نه شي او یا هغه مهال چې په کوم ځای کې د امریکايي سرتېري د ګام ایښودل ښايي یو نړیوال بحران رامینځ ته کړي."

ولسمشراوباما په روانه اونۍ کې د مشکوکو ترهګرو پر ضد د بې پایلټه الوتکو د حملو پر کارولو سخت محدودیت اعلان کړ. د نوي معیار له مخې، هغه څوک چې په نښه کېږي، باید امریکایانو ته یې سمدستي او دوامداره ګواښ ورڅېرمه کړی وي؛ په داسې حال کې چې مخکینی معیار یې د پام وړ ګواښ و.

ولسمشراوباما چې د واشنګټن په ملي دفاعي پوهنتون کې وینا کوله؛ همداراز پر خپله دې هیله ټینګار وکړ، چې باید ګوانټانامو زندان بند شي او یمن ته د ګوانتانامو زندان د بندیانو د لېږدولو لپاره د ټاکل شوي مهلت د ختمولو په اړه یې خپله پرېکړه هم اعلان کړه.

سپینه ماڼۍ له ډېرې مودې راهیسې په خاص ډول په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو یا ډرون په بریدونو کې د ملکي وګړو د تلفاتو له وجې؛ له اخلاقي انتقادونو سره مخامخ وه. ولسمشر اوباما وویل، چې امریکا د هېڅ داسې حملې امر نه ورکوي؛ چې د ملکيانو د وژنې یا ټپي کېدو امکان په کې د امکان ترحده راټیټ شوی نه وي:

"دا چې د امریکا حملې د ملکي تلفاتو باعث کېږي؛ یو تریخ حقیقت دی، خو دا خطر په ټولو جګړو کې شته. هېڅ داسې کلمه یا قانوني ترکیب نشته چې؛ د دې ملکي وګړو د کورنیو لپاره د شوی زیان ازاله او جبران وکړي. دا مړینې به زما او د قوماندې د کړۍ د نورو غړو په حافظه کې تر څو چې ژوندي یو پاتې وي؛ هم هغسې چې په افغانستان او عراق کې د متعارفو جګړو له وجې ملکي تلفات به پاتې وي."

اوباما وویل چې، د ده د نویو پالیسیو هدف داسې یوې تګلارې ته د امریکا راوستل دي چې؛ د ترهګرۍ پر ضد جګړه ختمه او سوله ییز ژوند پیل کړي.

اوباما خپله وینا، د امریکا د ملي هویت په چوکاټ کې دننه یو مفهوم وباله؛ ویې ویل، چې تاریخ به له ترهګرۍ سره د امریکا د جګړې د دې اړخونو او د هغو کسانو په اړه چې د دې جګړې په ختمولو کې پاتې راځي، سخت قضاوت وکړي.
XS
SM
MD
LG