د لاسرسي ځای

تازه خبر

د برتانیا وزیراعظم د لندن پېښه وغندله


لندن: په دغه ویډيو تصویر کې هغه دوه کسان ښکاري چې څنګ ته پروت تن یې په چړو ووژلی.
لندن: په دغه ویډيو تصویر کې هغه دوه کسان ښکاري چې څنګ ته پروت تن یې په چړو ووژلی.

د بریتانیا وزیراعظم ډیویډ کېمرن د هغې پیښې په وړاندې د حکومت د اقداماتو د تنظیمولو لپاره بیرته لندن ته ستون شو، چې پرون په لندن کې یوه پوځي مرکز ته نژدې یو کس د دوو بریدګرو چې اسلامي شعارونه یې ورکول، ووژل شو.


کېمرن مخکې تردې چې د فرانسې سفر نیمګړی پرېږدي، خبریالانو ته دا وژنه یو وېرونکی جنایت وبلله او ویې ویل، قوي شواهد د دې ښکارندوی دي چې دا یوتروریستي عمل دی:

(ماته د کورنیو چارو وزیر د لندن په ولیچ کې د دغې ناوړې حملې په اړه معلومات راکړل، دا یو ډیربیرونکی جنایت دی.

دا واضح ده چې موږ په په بیړه په دې اړه پلټنې کوو، پولیس د دغې پیښې په اړه د ټولو حقایقو د موندلو پلټنې تیزې کړي خو قوي شواهد د دې ښکارندوی دی چې دا یوه تروریستي حمله وه.)

له دغې وژنې لږوروسته داسې تصاویرښکاره شول چې پکې یوتورپوستی سړی ښکاري چې لاسونه یې په وینو لړلي او په لاس کې یې په وینو سورساتول او چاړه نیولي دي.

پولیسوپه داسې حال کې چې د دومشکوکو کسانو د نیولو هڅه کوله، هغوی یې په ډزوټپیان کړل او اوس په توقیف کې دي.

د مشکوکو کسانو د هویت په اړه تراوسه څه ندي ویل شوي.

د امریکا متحده ایالاتو ده حمله غندلې او د قرباني له کورنۍ او د بریتانیا خلکو ته یې خواخوږي وړاندې کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG