د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان سوۍ کې څلور ښځې او کس وژل شوی



د بلوچستان په سوۍ کې د پولیسو یو چارواکی وايي، چې د دغه ښار په کلي دور محمد کې پر يوه کور نامالومه وسله والو ډزي کړې، چې په ترڅ کې يې څلور مېرمنې او يو کس وژل شوی دی.


د سوۍ د پولیسو مشر ډي پي او اویس احمد مشال راډيو ته وویل ؛ څلور مېرمنې او يو کس چې پرې د جنسي کاروبار کولو تور وو، د ناڅرګندو وسله والو کسانو له لوري د جمعرات په غرمه په ډزو وژل شوي دي؛.

اویس احمد زیاتوي په دې برید کې دوې نورې مېرمنې ټپي شوې هم دي... د پېښي مسوولیت کومې ډلې قبول کړی نه دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG