افغان ولسمشر حامد کرزي هند ته د خپل دوه ورځني سفر پر مهال له هندي مشرانو سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د دفاعي همکارۍ په برخه کې په داسي حال کې خبرې اترې وکړې چې د ۲۰۱۴م کال په پای کې نړيوال ځواکونه له افغانستانه وځي.
که څه هم د دواړو هيوادونو تر منځ د لاسليک شوي ستراتیژیکو همکاریو د تړون په ترڅ کې هند افغان ځواکونو ته روزنه ورکوي خو ولسمشر کرزي د اوسني سفر پر مهال له هنده يو شمېر نورې غوښتنې هم کړي دي.
دا چې هند ته د ولسمشر کرزي د سفر لاس ته راوړنې څه وې او د دواړو هيوادونو دفاعي همکاري به د افغانستان او پاکستان پر اړيکو څه اغېز وکړي؟
په همدې اړه زموږ همکار احمد شاه اعظمي په هندوستان کې له افغان سفير شيدا محمد ابدالي سره مرکه کړې او په لومړي سر کې يې د ولسمشر کرزي د سفر د لاس ته راوړنو په اړه پوښتلي.
-
مشال راډیو
مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.