عوامي نېشنل ګوند وايي، چې راتلونکو ضمني او بلدیاتي ټاکنو کې به له بشپړې تیارۍ سره په پوره توګه برخه اخلي.
د عوامي نېشنل ګوند صوبايي صدر سینیټر افراسیاب خټک له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې په تېرو انتخاباتو کې د دوی د ګوند ۶۲ غړي ووژل شول آو سلګونه ژوبل شول او د پرله پسې تشدد له لارې د دوی ګوند دې ته پرېنښودل شو چې په ټاکنو کې په ښه توګه کمپین وچلوي.
خټک وویل، چې د دوی ګوند یوه کمېټه جوړه کړې چې بر دوی د ترسره شویو بریدونو او بل د خپل کمزوریو جاج واخلي.
ده وویل چې په راتلونکو ضمني ټاکنو او بلدیاتي انتخاباتو کې به دا ثابته کړي چې عوامي نېشنل پارټۍ د خیبر پښتونخوا تر ټوله غټ ګوند دی.
”اوس هم عوامي نېشنل ګوند د دې صوبې تر ټولو غټه پارټی ده او دا یو حقیقت دی او راتلونکی ضمني ټاکنو کۍ هم برخه اخلو او بلدیاتي انتخاباتو له پاره هم پوره تیاری کوو، لګیا یو او دا به موږ ثابته کړو چې عوامي نېشنل ګوند په سیاسی ډول ددې صوبې غټه پارټی ده دا خو یو مسلسل فشار وو، دباو وو زموږ په ووټرانو باندې، خو بیا هم زه هغوی ته سلام کوم چې په داسې حالاتو کې دوی راووتل، ووټونه یې وغوښتل او هم یې واچولو. که دومره دړکې بلې پارټۍ ته ورکړل شوې وای ورکر به یې بهر هم نه وو راوتي. “
افراسیاب ختک وویل”چې کله د مارچ له ۳۱مې نېټې انخاباتي کمپاين شروع شو تر ۱۱ مۍ پورې، پر اې اېن پي ۳۱ بریدونه وشو. چې په کې د ګوند ګڼ شمېر غړي شهیدان شول، ګڼ کارکنان او حمایتان ژوبل شول. دا یو مسلسل د ترهه ګرۍ او څه د نورو قوتونو کمپاین وو خو دې سره سره موږ دا هم محصوصه کړه چې موږ پخپل ځان هم نظر واچوو چې لکه زموږ مجلس عملې یو فیصله کړېده .او یو کمیټۍ یې مقرر کړیده چې کم په پارټۍ کې دننه کمزورۍ یا مشکلات دي د هغې جاج هم واخلي. ځکه چې موږ غواړو خپل ځان هم اصلاح کړو“
افراسیاب خټک زیاته کړه چې تر یو خاص منصوبې لاندې نوي قوتونه رامخې ته کړل شو او دوی یې د تشدد له لارې پر شا کړل.
” یو هوا جوړه کړل شووه او دا وړومبې ځل نه دی. دلته داسې لاسونه دي. تاسو ته به یاد وي اول د ایم ایم په نوم باندې او اوس د څونامي په نامه. خو لږه موده پس هغه ایم ایم اې بیا نه وه او دغه شان به دا هم ختمه شي. خو د عوامي نېشنل ګوند جرړی په دې خاوره کې دي. د دې ځای په ولس کې دي او دا به بیا یو قوت جوړېږي او راتلونکو ضمني انتخاباتو کې به دا زور موږ وښیو“
یادونې ده چې په ۱۱ مۍ ۲۰۱۳ عام ټول ټاکنو کې عوامي نېشنل ګوند چې په تېر اېتلافي حکومت کې په مرکز او خیبر پښتونخوا کې واکمن ول، اوس د قامی اسمبلۍ یو او د صوبايي اسمبلۍ درې څوکۍ ترلاسه کړې دي.