د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې د بلوچستان پیکیج د ښوونکیو احتجاج




د حقوق ټیچرز ایسوسي ایشن په نامه د ښوونکو يوې اتحاديې يو ځل بیا په احتجاج لاس پورې کړی. او غوښتنه کوي، چې تر هغه به يې احتجاج دوام ولري، تر کومه چې ورته ددوی د مستقل کېدو نوټيفيکشن ورکړل شوی نه وي.


د کوټې په شمول د بلوچستان له بېلابېلو سیمو څخه راغلي په سلګونو ښوونکي له تېرو دريو ورځو راهیسې لا هم پر ټي اينډ ټي څلور لاره د احتجاج په توګه ناست دي .چې د حکومت او د بلوچستان د تعلیم د څانګې پرضد شعارونه ورکوي .په دې احتجاج کې شريکي یوې ښوونکې مشال راډيو وویل

(( موږ يې دې حال ته مجبوره کړو، چې په سړکونو ناست يو درې کاله مو پوره کېږي او څلور کال مو پېل کېږي،خو تر ننه پورې زموږ نوټيفیکیشن جاري شوی نه دی. حکومت هر وار راسره يوه بله ورځ کوي او زموږ ږغ نه اورېدل کېږي.))

په احتجاج کې شريک ښوونکيو زیاته کړه، تراوسه پورې دوی ته بیخي کم میاشتنی معاش ورکړل کېده، چې ددوی په خبره اوس حکومت دا پرېکړه کړې چې همدا کم میاشتنی معاش هم بند کړي.
د مېهویش په نامه يوې بلې ښوونکې همدا خبرې تکرار کړې.

(( اوس موږ اورو چې له راتلونکې میاشت څخه به موږ ته هیڅ معاش نه راکړل کېږي. موږ يواځې د خپل حق لپاره احتجاج کوو، چې حکومت راسره کړی وو، او ويل يې چې تاسو به مستقل کړو. موږ دلته له تېرو دريو ورځو راهیسې ناست يو،خو هیڅ يو څوک راغلی نه دی، چې دا پوښتنه را څخه وکړي، چې ستاسو ستونزه څه ده.))

د ښوونکيو تردې احتجاج وروسته مو د بلوچستان د تعلیم د څانګې له مشرانو څخه وپوښتل.

د يادې څانګې يوه لوړ پوړي چارواکي چې نه يې غوښتل نوم او ږغ يې خپور شي، مشال راډيو ته وویل

((تر هغه چې نوی حکومت راغلی نه وي، ددوی د مستقل کېدو نوټيفيکیشن ممکن نه دی. په احتجاج کې شريک ځيني ښوونکي هم هیله من وو، چې کېدای شي، نوی حکومت يې ستونزې هوارې کړي.))

د يادونې وړ ده چې د ۲۰۰۹ ميلادي کال د نومبر پر ۲۴ مه نېټه د پاکستان د سینيټ او قامي اسمبلۍ په یوې ګډې غونډې کې ددې لپاره چې د بلوچستان د وګړيو احساس محرومي ختمه شي، د همدې پيکيج اعلان وکړ، چې په کې د شلو زرو پر ځای یې يواځې پنځه زره ځوانان ولګول شوو، او هغه هم تر ننه پورې احتجاج کوي، چې وايي دوی لا هم مستقل شوي نه دي.
XS
SM
MD
LG