د لاسرسي ځای

تازه خبر

“طالبان ما خپل پلار ګني”


غلام غوث پیښور


د جمعیت علماء اسلام ډلې مشر او د اکوړه خټک د حقاني مدرسې مشر مولانا سمیع الحق وايي چې وسلوال طالبان هغه ته د پلار په نظر ګوري او د افغانستان پنځه نوي فیصده طالبان د هغه د مدرسې فارغه شوي دي. دی زیاتوي که نواز شریف نوي حکومت له په کار ده چې بهرني فشار کې دې نه راځي ، انجام به د تېر حکومت په څېر وي.


په نوښار اکوړه خټک کې د تحریک انصاف د غړو تیره ورځ د پرویز خټک په مشرۍ له مولانا سمیع الحق سره ولیدل ،او د وسلوال طالبانو سره د مزاکراتو په اړه یې خبرې ورسره وکړې.

د دې غونډې ورستو د خبریالانو سره په خبرو اتر کې د جمعیت علماءاسلام ډلې مشرمولانا سمیع الحق وویل، چې ((د پنځه نوي فیصده طالبانو د جهاد سلسلی هم له دې مدرسې او اداری نه علم او تربیت حاصل کړی دی، لږ د صبر نه کار واخلی او بهرنۍ ایجنډا که چیرې بیا په موږ باندې څوک تپل غواړې نو خدای ته وګوری د هغوی په خبرو کې مه راځی ګنی انجام به مو د تیر حکومت په رنګ وي ))

بلخوا افغانستان هم په پاکستان تورونه ه لګوي چې د پاکستان له لوري نه په افغانستان کې مداخلت کوي او مولانا سمیع الحق هم تېره ورځ د مداخلت د خبره ومنله ،خو پاکستانی لوړ پورو چارواکو دا خبره په بیا بیا رد کړې ده په پیښور پوهنتون کې د سیمه ایزو چارو د مطالعې د مرکز د مشر ډاکټر سرفراز خان وايي،مولانا سمیع الحق د څرګندونې د پاکستان د خارجه پالسي ته زیان رسوي.

(که چیرې یو وګړی داسې کوي نو هغه به ډېر ضرور وي ، او ډیر زیات به د ریاست د کرښی نه بهر وی ،نو دا خو به ریاست ګوري چې دا خبره څوک کوي هغه د پاکستان د قانون خلاف ورزي کوي او کنه، په کار ده چې دې خبرو ته د وخت حکومت وګوري. زما په فکر دا رقم خبرې به د پاکستان د خارجه پالیسي لپاره مشکلات جوړوی)

دا چې د افغاني طالبانو نه علاوه مولانا سمیع الحق به په پاکستان د ننه په تحریک طالبان پاکستان او نورو وسلوالو ډلو څومره اغیز ولری، د دی پوښتنی په ځواب کې خبریال او کار پوهه رحیم الله یوسفزي وایي، (د مولانا سمیع الحق واقعی له افغان طالبانو سره اړیکې شته ، دلته څه طالب مشرانو له دارلعلوم حقانیه اکوړه خټک نه تعلیم حاصل کړي دي، بله خبره دا چې افعان طالبانو باندې د اثر دا مطلب نه دی چې په پاکستاني طالبانو به هم د ده اثر وی ، خبره هم دغه ده چې دی به افغان طالبانو ته ووايي او د هغی نه به کومک وغواړی چې په پاکستان کې دې مسله حل شي ، خو ایا افعان طالبان به دا کار وکړي او که نه او تر څومره پوری هغوي دا کار کولی شي؟ او ایا پاکستاني طالبان به د هغه خبره ومني او کنه ؟ وړاندې هم داسې هلې ځلې شوی دی خو د افغان طالبانو هره خبره پاکستاني طالبانو نه ده منلی)
XS
SM
MD
LG