د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله د جهاني مشرتابه مېلمستا کې معتبره مېلمنه



د ملګرو ملتونو فاونډېشن او د امریکا د ملګرو ملتونو اېسوشیېشن د ۲۰۱۳م کال لپاره جایزه وړونکو نړیوالو معتبرو او لوړ پوړو شخصیتونو ته د جایزې ورکولو مېلمستیا اعلان کړې چې د نومبر پر شپږمه نېټه به ترسره کېږي.


په نیویارک کې د جهاني مشرتابه مېلمستیا یو تر ټولو غوره دستوره ګڼل کېږي چې په کې د لوړې کچې وتلې څهرې لکه ډپلوماټان، سوداګر، بشردوستان، مېډیا واله، حکومتي چارواکي، فلمي ستوري، او د ټولنیزې برخې وګړي په کې راټولېږي.

د سږني کال په دغه دستوره کې د سوات ملالې یوسفزۍ نوم تر ټولو په سر کې دی. ملاله پروسږ کال په اکتوبر میاشت کې وسله والو طالبانو هغه وخت وویشتله چې کله هغه له سکوله کور ته روانه وه.دا یې ځکه په نښه کړه چې د جینکو د تعلیم لپاره یې په ډاګه مبارزه کوله.

پروسږ کال د ملګرو ملتو سیکرېټري جنرل بان کې مون د نومبر ۱۰ مه نېټه د ملاله ورځ وګرځوله او هغه یې د ملګرو ملتونو د لور په نوم یاده کړه.

د نومبر شپږمې په جایزو کې به ملالې یوسفزۍ ته د جینکو د تعلیم مبارزې په توګه د نړلوال بدلون اتله جایزه ورکول کیږي.

په دغه دستوره کې به د ګوزڼ ضد واکسین ورکونکو کارکونکو ته به هم جایزي ورکول کېږي چې د نړۍ په خطرناکو سیمو کې یې ماشوامنو ته د ګوزڼ وایرس ضد څاڅکې ورکړي دي.

په دې جایزو کې به جي اي (GE) افریقا ادارې ته هم جایزه ورکول کیږي چې په سختو چیلنجونو کې یې له افریقایي هیوادونو سره د توانايي او د پاکو اوبو د غوښتنې په برخه کې مرسته کړېده.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG