د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر کرزی به له هندي مشرانو پر پوځي مرستو غږېږي


هند--- لومړی وزیر من موهن سینګ له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په نوي ډیلي کې روغبړ کوي.۱۲نومبر۲۰۱۳
هند--- لومړی وزیر من موهن سینګ له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په نوي ډیلي کې روغبړ کوي.۱۲نومبر۲۰۱۳


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی به نن د سېشنبې پر ورځ د هند د درې ورځني سفر پر مهال د هغه هیواد له وزیراعظم من موهن سنګ او ولسمشر پرناب مکرجي سره وویني.


تمه کېږي چې د هند له خوا به له افغانستانه سره لا زیاته پوځي مرسته د ننیو خبرو اترو د سر موضوع وي.

د افغان ولسمشر ویاند اېمل فیضي ویلي چې ولسمشر حامد کرزی نیت لري چې د افغانستان د ملي اردو او ټولو امنیتي ادارو د مظبوطولو لپاره له هنده هر ډول مرستې وغواړي.

هند وار له مخه د هغه ستراتیژیک تړون له مخې افغانستان ته په پوځي برخه کې یو څه روزنیزې مرستې ورکوي چې په دې هیوادونو د امنیتي او اقتصادي اړیکو د لار ټینګولو لپاره په ۲۰۱۱م کال کې لاس لیک کړی وو.

افغان ولسمشر حامد کرزی په داسې وخت کې د هند په سفر تللی دی چې د هند له مخالف پاکستان سره یې تاوتریخوالی روان دی.

افغانستان او پاکستان په دې وروستیو کې پر پوله یو پر بل ډزې کړي دي. پاکستان په افغانستان کې له هندپلوه عناصرو خطر محسوسوي او د هند مخالف طالب رژیم ملاتړ یې کړی وو.
XS
SM
MD
LG