د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا:توپاني سیلۍ پراخه تباهي اړولې ۵۰ تنه مړه

د توپاني لړې پراخولی چې تر ۱.۶ کلومیټره زیات اندازه شوی د اوکلاهاما ښار سره نژدې د مورې ښار  وهلی دی.
د توپاني لړې پراخولی چې تر ۱.۶ کلومیټره زیات اندازه شوی د اوکلاهاما ښار سره نژدې د مورې ښار وهلی دی.



په امریکا کې یوې توپاني سیلۍ تر پنځوستو زیات کسان وژلي او ګڼ شمېر ژوبل او ورک دي.د ۳۲۰ کلومیتره په رفتار دې توپاني سیلۍ د دوشنبې پر ورځ د امریکا مرکزي ایالت اوکلاهوما کې پراخه تباهي رامنځ ته کړېده.


د توپاني لړې پراخولی چې تر ۱.۶ کلومیټره زیات اندازه شوی د اوکلاهاما ښار سره نژدې د مورې ښار وهلی دی.

د اوکلاهاما یو عیني شاهد د دې توپاني سیلۍ په اړه وايي.

(موږ فکر وکړ چې موږ مړه شو. موږ په داسې یوه کوټه کې وو چې په ځمکه کې دننه وه. موږ چې کله دا سیلۍ ولیده نو موږ دروازه بنده کړه خو دا چې راغله نو دروازه یې راباندې ماته کړه ، ښیښې او نورې کنډکپرې پر موږ ولګېدې. او چې رښتیا ووایم نو موږ داسې فکر وکړ چې مړه شوو)

د اوکلاهوما د صحي څارونې دفتر ویلي چې د ځینو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه یو پنځوس کسان وژل شوي دي.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG