د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ سره دنوازشریف تربګني څه پایلې مخې ته راوړی شي؟



د تېر خالي په ورځ د پاکستان د پوځ مشر جنرل اشفاق پرويز کیاني د پاکستان مسلم ليګ ن ډلې له مشر نواز شريف سره به لاهور کي ولیدل، د رسنيو له مخه په دغه ملاقات کې جنرل کياني ددغه هيواد موتوقع وزير اعظم نواز شریف ته په ملک دننه او بهر امنيتي اموروباندې برييفنګ ورکړی دی.

په ۱۹۹۹ کې د هغه وخت د پوځ مشر جنرل پرويز مشر ف د ښاغلي نواز شريف د حکومت پر ضد کودتا کړې وه، اول يې نوازشریف د اټک په کلا کې نظر بند کړی و او بیا يې د کورنۍ د ښځو ، ماشومانو ، او وروڼو سره د هيواد نه بهر استولی و ، خو اوس پوښتنه دا ده چې د هغه وخت د پوځ او د مسلم ليګ تر منيځه ۱۴ کاله مخکې شروع شوې تنازعه ايا ذاتي وه ؟ که نه ادارتي؟ ، د مسلم ليګ ن يو مرکزي مشر سيد ظفر علي شا وايي چې د دغه اختلاف وجه پخوانی پوځي مشر پرويز مشرف و :

(( زموږ د پوځ د ادارې سره نه کومه ستونزه وه ، نه کړکیچ و او نه مو ترې کومه ګيله شکوه وه ، هغه خو يوازې چې کله پرويز مشرف د پوځ مشر و ، او ۱۹۹۹ کې زموږ د حکومت پر ضد يو غير قانوني او غير آينی ګام یې پورته کړی و او کودتا یې کړې وه ، او زموږ په ايیني توګه د جايز حوکت تخته يې اپوټه کړې وه، نو هغه زموږ د ګوند ستونزه ، يا کړکيچ د هغه يو کس يا د هغه ملګرو سره وو ، نور زموږ د چا سره سره مسله نه وه. ))

د ۱۹۹۹ نه تر ۲۰۰۷م کال پورې تر کومه چې پرويز مشر ف په واک کې و نواز شريف او د هغه کورنۍ په سعودی عرب کې د جلاوطنۍ ژوند کولو ، او په دې ټوله موده کې پرويز مشر ف د ولس مشر سره سره د پوځ مشر هم و ، د پرويز مشر ف تر جمان او د ۱۹۹۹ نه تر دا مهال پورې د پرويز مشر ف ملګری پخوانی جر نيل راشد قريشي بيا د ظفر علي شاه خبر ه ردوي او وايي:

(( که دغه اختلاف ذاتي و نو بيا يې تر دولس، ديارلسو کالو پوري ولې دوام وکړ ، ځکه چې کله پرويز مشرف په ۲۰۰۸م کال کې واک پريښودو ، نو دغه اختلاف بايد ختم شوی وای ، او د دوی تعلق هم باید ښه شوی وای ، که واقعي دا ذاتي اختلاف وي ، نو بیا دغه اختلاف تر دا مهاله ولې روان دی ، دد ې پوښتنې ځواب ځه خلکو ته پریږدم چې د خپل عقل او فکر مطابق يې ځواب ولټوي ا و نتيجې ته ورسيږي چې آیا دغه اختلاف ذاتي و او که نه د يوې اداري سره وو ؟ ))

خو د سیاسی چارو کارپوه ډاکټر اعجاز خټک وايي چې د پاکستان په پوځ کې د ډسپلن سره سره ډيرې فيصلي د رواياتو په بنياد هم کيږي ، او تر ډيرو کلونو پورې د پاکستان سیاسي مشر تابه د هغو رواياتو احترام هم کړی دی خو دده په خبره نواز شريف د هغو ځينو رواياتو بدلولو هڅه کوله نو ځکه دغه کړکيچ رامنځته شوی و ، ددې نه علاوه په پاکستان کې ذاتي اختلاف په سیاسي يا اداراتي اختلاف کې ډير زر بدليږي ، بله دا چی چونکه د نواز شريف تعلق د يوې کاروباري طبقې سره دی او هغه د هند سره د ډير جنګي ماحول کي د تعلقاتو نه ډډه کوي نو دا هم يوه وجه وه .

خو راشد قريشي وايي چې که څه هم مخکې نواز شريف د پاکستاني پوځ سره ستونز من تعلوقات ساتلي وو خو وخت سره سره د پوځ په اړه د هغه په فکر کی بدلون راغلی دی.
XS
SM
MD
LG