د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان ستونځې: ترهګري او اقتصادي کمزورتيا


احمد شاه اعظمي
په پاکستان کې په اوسنيو انتخاباتو کې د تر ټولو زياتو پارليماني چوکيو تر ګټلو وروسته پاکستان مسلم ليګ نواز ګوند د حکومت جوړولو لپاره چمتووالی نيسي.


نواز ليګ ډاډ څرګندوي چې په حکومت کې له راتلو سره سم به هيواد ته د ورپيښو ستونځو حل راباسي او له ولس سره کړي ژمنې به سر ته رسوي.

داچې په اوسني وخت کې د پاکستان لويې ستونځې څه دي؟ په اسلام آباد کې د پاکستان د چارو کارپوه او مشر خبريال ضياوالدين وايي چې ترهګري او اقتصادي کمزورتيا د دې هيواد تر ټولو لويې ستونځې دي.

((تر ټولو لويه مسله د ترهګرۍ ده. تر هغه وروسته لويه مسله د اقتصاد ده خو دا دواړه له يو بل سره تړل شوي دي. که چيري ترهګرۍ ختم شي نو اقتصاد به هم ښه شي ځکه چې د بدامنۍ له کبله په پاکستان کې نه خو بهرنيان او نه هم خپله پاکستانيان سرمايه لګوي. تر دې وروسته دريمه لويه مسله له هندوستان او افغانستان سره د پاکستان تعلقات دي. دا يوه سيمه ايزه مسله ده او په سيم ايز ډول د دې هوارېدل په کار دي.))

که څه هم پاکستان مسلم ليګ نواز ډله دا مني چې ترهګري او اقتصادي کمزورتيا د هيواد لويې ستونځې دي خو دا چې د دې د حل لپاره يې څه ډول کړنلاره جوړه کړې ده؟

د دې ګوند مرکزي جنرل سېکرټري اقبال ظفر جګړا وايي، له وسله والو ډلو او ټولو هغو حکومتونو او نړيوالو طاقتونو سره به خبرې اترې کوي تر څو ترهګرۍ ته د پای ټکی کښيږدي.

((موږ د دې لپاره باقاعده تر انتخاباتو مخکې د پارټۍ د کارپوهانو يوه غونډه وکړه او هغوی پرلپسې دوه کاله پر دې کار کړی دی او د هغوی سپارښتنې ډيري زياتي دي چې اوسهمال تاسو ته تفصيل نشم درکولای خو په مختصر ډول به ووايم چې د دهشتګردۍ د ختمولو لپاره چې موږ يو پلان جوړ کړی دی او هغه د ۲۰۰۸م کال قرارداد دی چې له مخې يې د دهشتګردۍ په مسله کې له ټولو برخه والو سره مذاکرات کول دي. او په دې مذاکراتو کې به نور حکومتونه او عالمي طاقتونه هم کښېنول غواړي، دا يوازي په ځايي کچ نه کيږي. لويه خبره دا ده چې که څوک دا وايي چې دهشتګردي د طاقت په استعمال ختميږي نو نشي ختمېدای.))

اقبال ظفر جګړا زياتوي چې د امنيت په ټينګولو او د لوډ شېډنګ په ختولو سره به بهرني سرمايه کار راجلبوي تر څو دوی په پاکستان کې سرمايه کاري وکړي.

((يو ملک ته به سرمايه کار هغه وخت راځي چې امن وي. بله لويه مسله د لوډ شېډنګ وه چې زموږ د ملک ټول کاروبار او صنعت يې صفر ته رسولی و. زموږ ملکي سرمايه کاران هم بهر ته روان وو. نو لوډ شېډنګ هم يوه مسله وه چې که خدای کول موږ به ډېر ژر قابو پر وموندو. او نور اقدامات چې موږ يې کول غواړو په هغه کې به د مناسب ټېکس وصولي وي او پيداوار به زياتوو.))

پاکستان مسلم ليګ نواز ډلې د انتخاباتو د کمپاين پر مهال ويلي و چې له نړيوالو مالياتي ادارو له نړيوال بېنک او نړيوال مالياتي صندوق (آی اېم اېف) څخه به پورونه نه اخلي.


دا چې د دغو دواړو ادارو د مرستې پرته به له نوي حکومت سره څه لارې چارې وي چې د هيواد اقتصاد پر مخ بوځي؟ ضياوالدين زياتوي..

((ماته داسي ښکاري چې آی اېم اېف ته د تلو په ځای به نوی حکومت هڅه کوي چې له سعودي او نورو هيوادونو څخه مرسته وغواړي او له سعودي څخه د تيلو پر سر پيسې لاس ته راوړي ځکه چې نواز شريف له سعودي سره ډيري ښې اړيکې لري. تر دې وروسته به دوی بهرني سرمايه کاران راغواړي خو د دنيا يوه اداره به هم تر هغه وخته د دوی مرسته ونکړي او نه به هم سرمايه کاران راشي او نه به خپل وسايل په کار راوستلای شي تر څو چې زموږ په ملک کې ترهګري روانه وي.))

په پاکستان کې که يوې خوا ته د تيري اوږدې مودې راهيسي ترهګرۍ زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده نو بلخوا د هيواد کمزوري اقتصاد هم د ولس ژوند اغېزمن کړی دی.

دا ځل پاکستانی ولس د رايو تر ورولو وروسته له نوي حکومته زياتې هيلې لري چې امن راولي او اقتصادي وضع يې ور ښه کړي خو دا وخت په تېرېدو سره به هر څه څرګند شي.
XS
SM
MD
LG