غلام غوث
پاكستان تحريک انصاف، قومي وطن پارټي او جماعت اسلامي په خيبر پښتونخوا كې تر انتخاباتو وروسته د نوي اېتلافي حكومت جوړولو رسماً اعلان كړې دې.
تېر ماسخوتن په پېښور كې د دریو واړو ګوندونو په یو ګډ خبري كانفرنس كې د خيبر پښتونخوا لپاره نومول شوي وزيراعلی پرويز خټک ویلي دي، چې په صوبه كې امن پرځای كول به ددوی د ايتلافي حكومت لومړی ترجيح وي
تر کانفرنس وروسته پرویز خټک تېره پنجشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې په دې لړكې پرمختګ روان دې چې ګوند یې د پاكستان د پوځ له سر لښكر او د ميا نواز شريف سره مشاورت كړې دې.
بلخوا په کانفرنس کې شاملو ګوندونو د نوي حکومت د وزارتونو په حقله له څه وېلو ډډه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې د ۱۱ مې په ټاکنو کې تحريک انصاف د خيبر پښتونخوا د صوبایي اسمبلۍ ۳۵ ، جماعت اسلامي او قامي وطن ګوند اووه اووه ، او عوامي جمهوري اتحاد درې څوکۍ ګټلي دي ،