د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په جنوب کې یو بهرنی سرتیری وژل شوی



ایساف ځواکونه د افغانستان په جنوب کې په یوه پیښه کې د خپل یوه سرتیري له وژل کیدو خبر ورکوي.


د ایساف ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې دا سرتیری پرون د افغانستان په جنوب کې له یوې چاودنې وروسته چې د ایساف درې نور پوځیان هم په کې وژل شوي و د سختو ټپونو له امله مړ شوی دی.

په خبرپاڼه کې د وژل شویو عسکرو هویت نه دی په ډاګه شوی.

بلخوا د کونړ امنیتي چارواکي وايي چې په خاص کونړ ولسوالۍ کې يې نن څلور وسله وال طالبان نیولي دي.

د کونړ امنیې قومندان جنرال عبدالحبیب سیدخیل ازادۍ راډیو ته وویل چې
نیول شوي طالبان چې ټول افغانان دي په راکټ لانچرو او کلاشینکوفونو سمبال ول او غوښتل یې کومه دولتي ودانۍ په نښه کړي خو له حملې مخکې د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شول.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG