د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبرپښتونخوا پر انتخاباتو د درغلیو تور



شاه نواز ترکزی

د مهمندو ایجنسۍ این اي ۳۶، او د باجوړ ایجنسۍاین اي ۴۳ او ۴۴ نه د بریالي شوي د قامي اسمبۍ د غړو او د قبایلی انتظامیه په ضد د ناکامه شوي امیدوارانو د احتجاج لړۍ روانه ده.


د باجوړ ایجنسۍ این اي ۴۳ نه ناکامه شوي د جماعت اسلامی ډلې امیدوار او پخوانی ایم این اي هارون رشید مشال راډیو ته ویلي چې د یادی شوی حلقی نه بریالی شوی امید وار بسم الله خان د موجوده ګورنر خیبر پښتونخواه انجنیر شوکت الله خان پلار دی او د سیمې سرکاري مشینری د ګورنر ماتحت یا د څوکۍ د لاندې کار کوی نو دغه وجه ده انتظامیه بسم الله خان کامیاب کړی دی.

دی وایي چې د هغوی د جماعت یا ډلی ووټران د رای ورکولو څخه په زور محرومه پاتي کړې شوي دي.
هم دا شان د این اي ۴۴ باجوړ نه ناکامه شوی د پخواني د پارلیمان غړی اخونزاده چټان او خان بهادر خان وایي سرکاري انتظامیه د هغوی حمایت کونکې د ووټونو اچولو منعې کړی دی او وروستۍ نتیجې هم بدلی کړې دي.

دوی غوښته کوي چې باید انتخابات یو وار بیا وشي

د مهمندو ایجنسۍاین اي ۳۶ نه ناکامه شوي د امیدوارانو له اړخه جوړ شوي د اتحادیې قانوني مشر او ډپټي جنرل سیکرټری شاه سوار مهمند وایي چې هغوی په اسلام آباد کې د چیف الیکشن کمشنر په دفتر کې قانوني درخواست جمع کړی دی او ورته یې لیکلي چې د هر پولنګ سټیشن نتیجه د امیدوار د پولنګ ایجنټ حق دی چې ورته ورکړل شي خو مهمندو کې داسې نه دې شوي.

دی وایي بله دا چې په ډېرو سټیشنو باندې د ووټرانو شمیر ۲۰۰۰ نه زیات وو ولی سرکاري انتظامیه په دغه سټیشنونو ووټران نه دې پریښي او ۲۰۰ نه تر ۳۰۰ سوو پورې خلکو خپل ووټونه اچولې دي.

هم دا شان نن چهارشتنبې په پیښورکې د خیبر ایجنسۍ د طالب علمانو د اتحادیې خیبر سټوډنټس یونین له اړخه د این اي ۴۶ نه الیکشن کې برخه
اخیستونکی امیدوار سینیټر ناصر په حق کې مظاهره وکړه او وویل چې د غیر سرکاري نتیجو تر مخه نوموړی کامیاب ګرځولی دي باید ریټرننګ افیسر دی د سینیټر ناصر د بریالی توب اعلان وکړی.

دوی وایي چې پخواني ایم این اي حمید الله جان اپریدي په سرکاری توګه نا اورولی شوي نتیجو کې پټ په پټه ګوتی وهې نو حکومت دې باید هغه منع کړی.

د اورکزۍ ایجنسۍ ناکامه شوي امیدواران شفیق حسین او د عباس رضا په شمول یو شمیر مظاهرچیانو هم په پیښورکې د سرکاری انتخابي نتیجو خلاف احتجاج کړی او وایي چې اتنظامیه په هغه ورځ د سیکورټی ښه انتظام نه وو کړی او د هغوی نیم په نیمه ووټونه ضایع شوې دي.

هم دا شان د نوښار این اي ۵ اؤ د پي کي ۱۳ نه بریالي شوي د پاکستان تحریک انصاف ډلې په ټکټ بریالی شوی پرویز خټک په ضد هم مظاهرې شوې دي.

دا مظاهرې د عوامي نیشنل ګوند په ټکټونو ناکامه شوي امیدوارانو شاهد خټک او داود خټک سره د یو شمیر مظاهره کونکو کړې دي او ویلي دی چې په الیکشن کې درغلي شوې دي او دوی غواړی چې باید انتخابات دې یو وار بیا وشي.
XS
SM
MD
LG