د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان له نوې حکومته د بخښینې نړیوال سازمان غوښتنه


د امريکايي خبري ادارې سي اين اين پر ویبپاڼه په پاکستان کې د بخښنې له نړيوال سازمان يا ايمنسټي انټرنيشنل سره د کارکوونکي څیړونکي مصطفی قادري ليکنه خپره شوې ده.


نوموړی ليکي، په ياد هېواد کې د طالبانو د دړکو باوجود خلکو په انتخاباتو کې برخه واخيسته او د حکومتي واک په جمهوري توګه د انتقال زمينه يې برابر کړه.

خو د ليکوال په وينا، په پاکستان کې له بشري حقونو څخه سرغړونې دوام لري او دا چې راتلونکی حکومت بايد دغه موضوع ته خصوصي پاملرنه وکړي.

په ليکنه کې په پاکستان کې د تېرو انتخاباتو پر مهال د تاوتريخوالي د يو شمېر پېښو د يادونې سربېره د خيبر پښتونخوا په ځينو سيمو کې د ښځو پر رای اچونې د بنديز خبره هم پورته کړل شوې ده.

په ليکنه کې راغلي چې، د بخښنې نړيوالې ادارې په پاکستان کې کېدونکيو د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د دې هېواد سياسي ګوندونو ته يو سر خلاصی ليک هم استولی و او په کې يې ترې د انتخاباتي کمپاين پر مهال د ځينو ځانګړو اقداماتو کولو غوښتنه کړې وه.

په ليکنه کې ويل شوي، د تېرو پينځو کالونو په موده کې په پاکستان کې د ځينو دولتي او هم د نادولتي کړيو لخوا د بشري حقونو سرغړونو دوام درلود، چې د دغه هېواد حکومت يې په له منځه وړلو کې تر ډېره بريده پاته راغلی دی.

د بشري حقونو په دې سرغړونو کې په پاکستان کې د پټو بندي خانو د موجوديت او د دې هېواد د امنيتي ادارو لخوا د خلکو د تري تم کولو په خاصه توګه يادونه شوې ده.

د سي اين اين د ليکنې له مخې، د بشري حقونو ضد عمليات د پاکستان په قبايلي سيمو، بلوچستان او سند صوبو کې زيات مخ ته راځي. د ډېرو وژل شويو کسانو جسدونه د سړکونو پر غاړو موندل کيږي، چې ورباندې د شوي تشدد نښې جوړې وي.

د بخښنې نړيوال سازمان وايي، له دوی سره هېڅ داسې مالومات نشته چې د دغه سرغړونو له پاره دې د پاکستاني امنيتي ځواکونو يو تن هم محاکمه شوای وي.

په ليکنه کې وړاندې راغلي، د جنګ ځپلې قبايلي سيمې ميلينونه خلک دغلته فعالو طالبانو يرغمل کړي دي. پر دې سربېره، امريکايي ډرون بريدونه او د پاکستاني پوځ عمليات دي چې د دوی ژوند يې له دوامدار خطر سره مخامخ کړی دی.

په ليکنه کې دغه راز پاکستاني خبريالانو ته د ورپېښو خطرونو ذکر هم شوی چې وايي، د ۲۰۰۸ م کال له انتخاباتو راهيسې په دغه هېواد کې ۴۸ خبريالان وژل شوي دي.

د دې تر څنګ اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي د سزا قانون دی چې د ليکنې له مخې، پاکستاني ټولنه يې اغېزمنه کړې او د قانون حاکميت يې له ننګونو سره مخ کړی دی.

د ليکنې په پای کې په پاکستان کې له نوي جوړېدونکي حکومت څخه طمع څرګنده کړل شوې چې د خلکو د رايو د احترام په کولو سره به په دغه هېواد کې د بشري حقونو د سرغړونې مسالې حلولو ته جدي پامله نه وکړي.
XS
SM
MD
LG