د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا مسلم لیګ او تحریک انصاف د ترهګرۍ ضد تګلاره لري؟



پراګ - د پارلېماني ټاکنو په نتیجه کې دا مهال د پاکستان په مرکز کې له اکثريتی ګوند مسلم ليګ نواز او صوبه خيبر پښتونخوا کې اکثريتي ګوند تحريک انصاف سره د ترهګري پر ضد کومه تګلاره شته.


د دغې پوښتنې په ځواب کې د دفاعي چارو پوه او د پوځ پخوانی جنرال طلعت مسعود وايي:

((دغو ګوندونو په خپلو انتخابي منشورونو کې د ترهګرۍ په اړه په لفظي توګه څه نا څه خو ليکلي دي، او د نواز شريف ګوند خو دا هم ويلي دي چې دوی به وړومبی د خبرو اترو له لارې د دې مسلې حل را وباسي او بيا به په نورو لارو غور او فکر کوي. خو زما په نظر دوی ته پکار ده چې له پوځ سره په ګډه تګلاره جوړ ه کړي نو ښه به وي. او نه يوازي له پوځ سره بلکې اوس خو د عمران خان ګوند هم په خيبر بښتونخوا کی اکثريت تر لاسه کړ ، نو دوی ته پکار دي چې له هغوی سره هم خبرې وکړي ځکه چې دغه صوبه ترهګرۍ ډېره ځپلې ده، نو اوس دا ډېره ضروري ده چی د هغوی ګوند هم په دې کې شامل کړل شي.)))

ده تر دې مخکې پخواني واکمن عوامي نيشنل ګوند او پيپلز ګوند هم له وسله والو طالبانو او نورو ډلو سره د خبرو اترو له لارې د امن تګلاره غوره کړي وه ، خو څه نتیجې یې ور نه کړې.

په پېښور کې کار پوه خادم حسين وايي:

((دوی وايي چې که امريکا له سيمې ستنه شي نو هر څه به ټیک شي، او بيا به مذاکرات وکړو، او د هغو مذاکراتو په نتيجه کې دا څومره وسله والې ډلې چې دي، د بېلګې په توګه لشکر جهنګوي، تحريک طالبان و او يا القاعده وغیره به وسله کېږدي او هغوی به ښه په کراره خپلو کورونو ته لاړ شي. خو زما په فکر دوی له هغو کږ لېچونو نه دي خبر چې ټولنيز دي ، يا سياسي دی او کلتوري بڼه لري؛ او نه يې پر هغې سوچ کړی دی، او نه په دغو اړخونو د سوچ کولو ضرورت محسوسوي.))

خو په پېښور کی له وسله والو طالبانو سره د يو شمېر د مذاکراتو د پړاوونو شاهد او د قبايلي سيمو د امنیت پخوانی سېکرټر برېګېډییر رېټایرډ محمود شاه وايي:

((هغه ګوندونه چې په حکومت کې نه ول، هغوی ته نه ده مالومه . چې کله دوی په خپله خبرې اترې وکړې نو به ورته مالومه شي. لکه په تېرو وختونو کې عوامي نیشنل ګوند هم دریځ درلود چې خبرې کوو، موږ ورته وویل چې ورشئ او خبرې وکړئ، خو چې کله هغوی خبرې وکړې نو ورته د وسله والو د ذهنیت او اېجنډې په اړه مالومه شوه. بیا یې په خپله د هغوی پر ضد پوځي عملیات وکړل. دا موجوده اکثریت تر لاسه کوونکي ګوندونه به هم دا لار خپلوي.))

یوه موده مخکې د پاکستان تحریک طالبان ویلي ول چې له پاکستاني پوځ سره د خبرو اترو چارو ضمانت دې ورته مسلم لیګ نواز ډله ورکړي.

همدا راز، د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشر نواز شریف هم موده مخکې له برتانیوي فنانشل ټایمز ورځپاڼې سره د مرکې پر وخت ویلي ول چې که ګوند یې واکمن شو نو امنیتي ادارې او وسله والې ډلې به له یو بل سره خبرو اترو ته سلا کوي.
XS
SM
MD
LG