د کراچۍ ښار په پښتون ګڼ میشته سېمه داود چورنګۍ کې په بمي حمله کې د وژل شویو شمیر ۱۱ ته لوړ شوی دی .
د کراچۍ د جناح روغتون د ایمرجنسي د وارډ مشرې ډاکټرې سېمي جمال مشال ریډیو ته نن وویل چې تراوسه په دغې حمله کې د وژل شو یو۱۱ کسانو مړي یاد هسپتال ته وروړل شوي دي .
د نوموړې په خبره په چاونه کې زخمیان شوي ۴۰ کسان اوس مهال په دغه هسپتال کې د درملنې لاندې دي چې په کې د ۷ کسانو روغتیايي حالت د انديښنې وړ دی .
یاده دې وي چې نن سهار د کراچۍ ښار د دواود چورنګۍ په سېمه کې د عوامي نیشنل ګوند په دفتر بمي حمله شوې وه . د حملې په وخت د عوامي نیشنل ګوند ګڼ شمیر پلویان او د کراچۍ له ۱۲۸ حلقې څخه ددغه ګوند نامزد امیدوار امان الله محسود په دغه دفتر کې موجود و.
د عوامي نیشنل ګوند چارواکي وایي له حملې څخه امان الله محسود ژوندی وتلی دی خو په چاودنه کې وژل شوي او ژوبل شوي ټول کسان ددوی د ګوند غړي او خواخوږي دي .
په کراچۍ کې ددې نه مخکې هم د عوامي نیشنل ګوند،ایم کیو ایم او پیپلز ګوند په انتخاباتي دفترونو وخت په وخت حملې شوي دي چې ذمه واریانې یې ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان منلي دي