د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان انتخابات: د ووټونو شمېرلو عمل پیل

په پاکستان کې د پارلېماني انتخاباتو له پاره رایه اچونه روانه ده. د رایې اچونې لړئ د شنبې پر ورځ سهار په اته بجې پیل شوه.

په پاکستان کې د پارلېماني انتخاباتو له پاره رایه اچونه پای ته رسېدلې ده. د رایې اچونې لړئ د شنبې پر ورځ سهار په اته بجې پیل شوه چې بې له وقفې به د مازیګر تر شپږو بجو روانه وه.

تر دې وروسته د ووټونو د شمېرلو عمل پیل شوی دی.


د پاکستان انتخاباتو په ترځ کې په ټول هیواد کې سخت امنیتي ګامونه اخیستل شوي ول.

د پاکستان تحریک طالبان د انتخاباتي عمل په نښه کولو ګواښ کړی وو.

13:34 11.5.2013
په شمالي وزیرستان کې په جوماتونو کې اعلانونه شوي دي چې ښځې به ووټ نه اچوي.

په اعلان کې ویل شوي، نور هر کس کولای شي چې په سوله ییزه توګه رایه ورکړي.
13:00 11.5.2013

تازه خبر:

په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال وايي، د متحده قامي موومنټ مشرانو په یوې خبري غونډه کې د انتخاباتو پر مهال د درغلۍ تور پورې کړی دی.

د ایم کیو ایم مشرانو له پاکستانیو رسنیو هم غوښتنه وکړه چې د ځینو خاصو ګوندونو له پاره دې په ځانګړي انداز کیمپېن نه کوي.

د ایم کیو ایم یوه مشر فاروق ستار په کراچۍ کې په نننۍ چاودنې د خپګان ښودنه وکړه او دا یې وغندله.

دا حمله چې نن د عوامي نیشنل ګوند پر دفتر شوې وه، په کې ۱۱ کسان ووژل شول.
12:54 11.5.2013
د کراچۍ (پي اېس ۹۸) په حلقې کې ډېرې پښتنې ښځې راوتلې دي او نن ووټ اچوي.
12:49 11.5.2013

خیبر اېجنسي:

د خیبر اېجنسۍ ولس هم نن خپل ووټونه اچوي. د دې سیمې خلک څه وايي؟ لاندې یې واورئ:

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG