د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: د واپډا ۱۲ تښتولی شوی اهلکاران خوشې شول


شبیر احمد جان
پېښور بډه بیر سیمې نه ۲۰۱۲ جنورۍ میاشت کې تښتولی شوې د واپډا ۱۲ اهلکاران خوشې کړی شوي دي.


د خوشې کړی شوو دغې اهلکارانو وینا ده چې دوی باندې ډېري سختې تیرې شوې دي او ډېر ظلم ورسره شوی دی خو اوس دوی او ددوی کورواله ډېر خوشحاله دی او راتلونکې کې حکومت ددوی تحفظ یقیني کړی.

پېښور پریس کلب کې د خوشې کیدو ورستو یو خبري غونډې ته د وینا ورستو مشال راډیو ته دغې اغوا کړی شوې اهلکارانو وویل چې هغوی تیره ورځ دوی امنیتی اهلکارانو پولیټیکل انتظامیې ته حواله کړل خو ولې ددې خبرې نه یې ډډه وکړه چې ګنی دوی رهایې په څه ډول ممکن شوه د پېښور اوسیدونکی لاین مین سهیل احمد هم په دغې خوشې کړی شوې اهلکارانوکې شامل وو، دې وایي

(( موږ چې کور ته راغلو نو دغه خوشحالی خو زه نشم بیانولې ځکه یو سړی ۱۶ میاشتې د څه رابطې بغیر کور ته راشي نو بس زموږ په کور کې یواځي نه په ټول کلي کې که لوې دی که واړه بس هر اړخ د خوشحالی یو ژرا وه ټول خوشحاله دی او دا یو د خدای امتحان وو چې موږ ډېر په خیر او صبر تیر کړو ځکه په موږ چې کمې سختې او تکلیفونه تیر شو هغه هم د بیانولو نه دي))


د واپډا اهلکارانو د یونین ټولنې مشر بادشاه اسلام وایي چې دی لړ کې د دوی تنظیم او محکمې ډېرې هلې ځلې کړی دی خو باید راتلونکې کې د داسې پیښو مخنیوی له پاره په حساسو ځایونو پوځ او ایف سي پر ځای کړي ځکه چې پولیس یا واپډا واله د دوی صحیح تحفظ نه شي کولی.

یادونې ده چې په دولسم مې جنورۍ میاشت۲۰۱۲ کې د پېښور کلې والې سیمی بډه بیر نه ۳ د واپډا اهلکاران او هغوی سره ۹ مزدوران اغوا کارو تښتولې وو چې پرون تیرا کې د سیمې پولیټیکل انتطامیې ته امنیتی اهلکارو حواله کړل.


--
XS
SM
MD
LG