د لاسرسي ځای

تازه خبر

ماسکو او واشنګټن د شام په اړه خبرې کړې


روس او امریکا اعلان کړی چې د شام باغیان او حکومت به دې ته هڅوي چې په هېواد کې د خوا او شا دوو کلونو راهیسې روانه خونریزي ختمولو له پاره په سیاسي انتقال خبرې اترې وکړي.


د امریکا د خارجه چارو وزیر جان کېري دا څرګندونې پرون په ماسکو کې وروسته له هغې کړي چې هلته یې د روس د صدر ولادیمیر پوټن، وزیرخارجه سرګي لاواروف او نورو چارواکو سره لیدل کتل وکړل.

کېري او لاواروف وویل دې لړ کې به دواړه هېوادونه یونړیوال کانفرنس جوړوي چې کیدې شي دروانې میاشتې په آخرو کې ترسره شي.

کېري زیاته کړه دغه غونډه به په هغه پلان بنیاد ولري چې په جنیوا کې تیر کال د یومنځ مهاله حکومت په هکله وړاندې کړې شوې وه.

د جنیوا په دې پلان کې دواړو خواوو ته د ویټو حق ورکړل شوی وو چې د خپلې مرضۍ خلاف د امیدوارانو ضد یې استعمالولی شي.

بلخوا د شام صدر بشارالاسد وايي هېواد یې د اسراییلي جارحیت د مقابلې توان لري.
نوموړي پرون دا خبرې په د مشق کې د ایران د وزیرخارجه علی اکبر صالیحي سره د ملاقات نه پس وکړې.

د بشارا لاسد لخوا د اسراییلي هوايي بریدونو په اړه دا اولنۍ څرګندونې وې، دې بریدونو کې د سرښار د مشق خوا اوشا پوځی تنصیباتو باندې هم بریدونه شوي دي.

نوموړی په اسرایل د ترهه ګرود ملاتړ تور لګولې، د شام حکومت په هېواد کې حکومت مخالفه جنګ کوونکو ته ترهه ګر وايي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG