د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: په انتخاباتي ډلو بریدونه زیات شوي


عبدالحی کاکړ

له کله چې په پاکستان کې انتخابات اعلان شوي په ښاري سيمو کې د طالبانو له لوري تر ۲۳ زيات بريدونه شوي دي.

که څه هم طالبان عوامي نيشنل پارټۍ، متحده قومي موومنټ او پيپلز پارټۍ په نښه کوي خو زياته مرګ ژوبله يې عوامي نيشنل پارټي ته اړولې ده.


ددې ګوند په خبره له ۳۰ مارچ را هيسې تر اوسه پوري پر دوی درويشت بريدونه شوي چې په کې ۴۹ غړي يې وژل شوي او شاوخوا ۱۲۰ زخميان دي.

په داسي حال کې چې قبایلي سيمې د طالبانو مرکز بلل کيږي خو د کرمي د بريد په ګډون يوازي څو حملې په فاټا کې شوي دي او د تشدد زياتره پيښي په ښارونو کې رامينځ ته شوي دي.

آخر ولي په قبايلي سيمو کې د ښارونو په مقابله کې پر انتخابي اميدوارانو بريدونه کم شوي دي.

په پيښور کې خبريال او څيړونکي شوکت خټک ددې وجه دا يادوي چې هلته په انتخاباتو کې د طالبانو خبره زياته منل کيږي.

((زياتره سيمي د طالبانو په کنټرول کې دي او هلته اميدواران راغواړي او ورته انتخابي لار ليکه ورته ښووي. زه به د واڼه د طالبانو مثال درکړم چې اميدواران يې را وبلل او د عوامي نيشنل پارټۍ او پيپلز ګوند کانديدانو ته يې وويل چې نه بيرغ او نه هم بينر لګولی شی. تاسو ته کور پر کور د مهم چلولو اجازه ده.))

د قبايلي سيمو له پاره د امنيت پخوانی سيکټر بريګيډيئر محمود شاه بيا وايې، په قبايلي سيمو کې په انتخاباتو کې تشدد ځکه کم شوی چې هلته خلک د طالبانو پر ضد سپینه خبره نه شي کولای.

( په قبايلي سيمو خلک د طالبانو خلاف خبره نه شي کولای نو ځکه هغوي ته يې څه نه دي ويلي.په ښاري علاقو کې عوامي نيشنل پارټۍ او پيپلز ګوند په باقاعده توګه د طالبانو پر ضد کارواي کړې او په خلاف يې سپيني خبرې کوي.نو ځکه دوی په روانو انتخاباتو کې دغه ګوندونه په نښه کوي.)

خو د جنوبي وزيرستان اوسيدونکی او د پاکستان پخوانی سفارتکار آياز وزير د ځينو نورو وجوهاتو تر څنګ يوه وجه دا بولي چې په قبايلي سيمو کې د پوځ واک پياوړی دی.





( په قبایلي سيمو کې ريګوليشن ان ايډ آف سول پاور قانون و پوځ ته ډير زيات طاقت ورکړی دی نو ځکه خلک د ښاري سيمو په شان په خلاص مټ نه شي ګرځيدلی، بله وجه دا ده چې په قبايلي سيمو کې خلک يو بل پيژني نو ځکه دوی ته پټېدل ګران کار دی.

بله وجه يې دا ده چې طالبان فکر کوي چې په ښاري سيمو کې حمله به ګډوډي او فشار زيات رامينځ ته کوي)

ځيني کارپوهان دا سوال هم راپورته کوي چې طالبان خو يو طرف ته جمهوريت غير اسلامي بولي خو بل پلو ته تر خپل کنټرول لاندي سيمو کې نه يوازي انتخابات مني بلکه اميدوارانو ته د انتخابي مهم د چلولو لار ښوونې هم کوي.

که و کتل شي زياتره بريدونه په ښاري سيمو کې ترسره شوي.
XS
SM
MD
LG