د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هنګو او دیر کې په انتخاباتي غونډو بمي بریدونه


طارق اورکزۍ/ غلام غوث

د خیبر پښتونخوا په هنګو کې نن په یوه بمي چاودنه کې ۱۶ کسان ژوبل شوي دي. د سټي تاڼې د پولیسو مشر عظمت علي شا وایي، دغه چاودنه نن د هنګو په جاني چوک کې مخې ته راغلې ده، چې بم د سبزۍ په یوه ریړه کې ایښودل شوی وو.

د سیمې د صحت چارواکي وایي په ژوبل کسانو کې د ځینو حالت د اندیښنې وړ دی.

د خېبر پښتونخوا په هنګو سيمه کې ځانمرګې بريد اته کسان وژلې ګڼ ژوبل دي. د راپورونو سره سم بريد د هنګو د دوآبه سيمې په مرکزي بازار کې نن غرمه هغه وخت تر سره شو کله چې د جمعيت الاسلام د اميدوار مفتي سيد جانان انتخابي مهم روان و. د ضلع هنګو مرستيال کمشنر عبد الحميد خټک مشال راډيو ته د ټليفون له لارې وويل چې دا يو ځانمرګی بريد و چې په ترڅ کې يې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او تر ۴۰ و يي ژوبل کړي دي.

د صحت محکمې مشر چارواکی ډاکټر محمد اسحاق بنګش مشال ريډیو ته وویل په هسپتال کې ایمرجنسی نافذ کړل شوې ده.

مفتي سيد جانان د خېبر پښتونخوا پر صوبايي حلقه پي کې ۴۳ باندي د جمعيت علما اسلام (فضل الرحمان ډلې) لخوا ولاړ اميدوار دی.

نوموړی په دې بريد کې روغ رمټ وتلی دی. تر دې دمه د دې بريد پړه چا په غاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندي د يو شمېر سياسي ګوندونو پر کمپاين د بريدونو پړه تحريک طالبان پاکستان په غاړه اخلي.

هنګو هغه بندوبستي سیمه ده چې پوله ئې قبائیلی سیمه اورکزو ایجنسۍ او کورمې سره لګیدلې ده چیرته چې دا وخت د وسله والو خلاف پوځي عملیات روان دې.

بلخوا د کوز دیر په باباګام سیمه کې نن د پیپلز ګوند په یوه جلسه بمي برید شوی، چې پکې پنځه کسان وژل شوي، او د لسو زیات ژوبل دي. دغه برید د محمد زمین خان چې د پي کی ۹۶ نه ولاړ دی، د ورور په ګاډې نن تر سره شوی.

صحت چارواکي وایي په ژوبلو کې د ځینو کسانو حالت د اندیښنې وړ دی.
XS
SM
MD
LG