د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بنګله دېش کې تاوتریخوالی، ۲۸ وژل شوي



سرچینه: اې ایف پي

فرانس پريس اژانس د بنګله ديشي چارواکو په حواله وايي چې د دې هېواد د اسلامپالو او پوليسو تر مينځ د ګل د ورځې په نښتو کې ۲۸ کسان وژل شوي دي.


د اژانس په ليکنه، په بنګله ديش کې د تاوتريخوالي دغو ورستيو پېښو د دې هېواد د سيکولر حکومت او اسلامي سخت دريځو تر مينځ اختلافات لا ډېر شديد کړل.

اژانس د عيني شاهدانو له خولې ليکلي چې مظاهره چيانو په ډاکه ښار کې دوکانونو ته اور ورته کړ، اونې يې ونړولې او لارې کوڅې يې له ډبرو ډکې کړې. دغه راز ويل شوي چې په کاروباري مرکزونو کې کارکوونکي خلک مجبور شول چې د شپې تر ناوخته پورې په خپلو دفترونو کې پاتې شي.

د ډاکې پوليسو اژانس ته ويلي چې د ښار په مرکزي برخه کې يې حالات کنټرول کړي، خو تاوتريخوالی نورو برخو ته غځېدلی دی.

د مظاهرو تر شا تر ټولو لوی اسلامي ډلې حفاظت اسلام ويلي چې د پوليسو لخوا د ښودل شوي شمېر څخه زيات خلک وژل شوي دي.

اژانس د پوليسو له خولې وايي چې د ډاکې ښار په مرکزي برخه کې د غونډو شويو لږ تر لږه ۷۰۰۰۰مظاهره چيانو د تيت پرک کولو له پاره يې اوښکې بهوونکی ګيس او د ربړ ګولې کارولې دي. اژانس د پوليسو د وياند مسعود الرحمان خبره راخيستې چې ويلي يې دي، مظاهره چيانو موږ په خښتو، ډبرو او لښتو سره په نښه کړو.

اژانس زياتوي، د ډاکې ښار په جنوب ښتيځه سيمه کې، چې کانچ پور نوميږي، هم د تاوتريخوالي ورته پېښې رامنځ ته شوې. د پوليسو له وينا سره سم، دغلته د څلورو پوليس سرتېرو پشمول شپږ کسان ووژل شول.

اژانس کاږي، په بنګله ديش کې د تشدد دغه ورستۍ پېښې هغه مهال رامخ ته شوې کله چې د دې هېواد اسلامپالو د تېر اتوار په مازيګر اسلام ته د سپکاوي کوونکيو له پاره د سزا د يوه نوي قانون جوړولو له پاره په احتجاج ګوتې پورې کړې.
د بنګله ديش وزيراعظمې شيخ حسينه واجد په عين وخت کې هوډ ښکاره کړی چې د اسلامي سخت دريځو غوښتنې به و نه مني.

د اژانس په ليکنه کې وړاندې راغلي، بنګله ديش چې ۹۰ في صده مسلمانان په کې ژوند کوي، او په رسمي توګه يو سيکولر هېواد دی، د روان کال له پيل راهيسې د تاو تريخوالي د دغه رقم پېښو شاهد اوسېدلی دی. د تشدد دا پېښې وروسته له هغې مخې ته راغلې چې د بنګله ديش يو عدالت د اسلامپالو ځينې مشرانو ته د ۱۹۷۱ م کال د ازادۍ د شخړو پر مهال د جنګي جرمونو په تور کې سزاګانې واورولې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG