د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې تر حملو وروسته د ایم کیو ایم ویر




کراچۍ - د پاکستان په تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې د ایم کیو ایم ګوند پر انتخاباتي دفتر د یکشنبې (اتوار) په شپه دوه بمي حملې شوي دي.


د کراچۍ د پولیسو ویاند عمران شوکت تېره شپه ناوخته مشال راډیو ته ویلي دي چې تر لومړۍ چاودنې وروسته چې کله د خوا و شا خلک د پېښې ځای ته ورغونډ شول نو دویمه چاودنه وشوه.

د هغه په خبره د چاودنې له ځای سره نېږدې د متحده قامي موومنټ ډلې مرکزي سیکټرېټ ناین زیرو پروت دی.

د پولیسو ویاند په دواړو چاودنو کې د مرګ ژوبلې په اړه وویل:

((د لومړنیو مالوماتو ترمخه په دې چاودنو کې درې کسان وژل شوي او ۲۸ نور ژوبل شوي دي. د پېښې په اړه مو لومړنۍ پلټنې مکملې کړي دي. دا پېښې د ایم کیو ایم ډلې له مرکز سره نېږدې د دغه ګوند د انتخاباتي دفتر مخې ته شوې دي.))

د سېمې د پولیسو مشر عامر فاروقي مشال راډیو ته ویلي چې چوونکي توکي د سېمټو په بلاکونو کې ایښودل شوي ول:

((چوونکي توکي د رېموټ کنټرول په وسیله چوول شوي دي. کېدای شي چې په دې چاودنو کې له موبایل ټیلیفون څخه هم کار اخیستل شوی وي. په وژل شویو کې یو ماشوم هم شامل دی.))

د ایم کیو ایم ګوند د اطلاعاتو د څانګې مشر واسع جلیل تر پېښې وروسته له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې د دوی د ګوند پر دفترونو ۵ مه حمله ده چې په نتیجه کې یې د دغې ډلې په لسګونو پلویانو ته مرګ ژوبله اوړي. هغه زیاته کړه دښمن غواړي چې ایم کیو ایم له ټاکنو پریکون یا بایکاټ اعلان خو:

(( نه موږ د راتلونکو ټولټاکنو بایکاټ کوو او نه موږ له ټاکنو څخه د وتلو هوډ لرو. په دواړو چاودنو کې زموږ د ګوند خوا خوږي او غړي وژل شوي او ژوبل شوي دي.))

متحده قامي مومنټ ډلې د یادې پېښې پر ضد د اتوار پر ورځ د سېند په ټوله صوبه کې د ویر ورځ د لمانځلو اعلان کړی دی.

تر دې اعلان وروسته د کراچۍ ښار هغه بازارونه چې د اتوار پر ورځ خلاص وي نن په مکمله توګه بند دي او په سړکونو د سپرولیو بسونه هم د نشت برابر دي.

تحریک طالبان پاکستان د دواړو چاودنو پړه منلې ده.

د یادې ډلې ویاند احسان الله احسان له نامالوم ځای څخه د ټیلیفون له لارې تېره شپه مشال راډیو ته ویلي چې د دغې حملې هدف د ایم کیو ایم ګوند انتخاباتي دفتر وو.

یاده دې وي د جمعې پر ورځ د کراچۍ ښار د پښتنو په ګڼ مېشته سېمه بلال کالونۍ کې د عوامي نیشنل ګوند کاندید صادق زمان خټک او د هغه ۶ کالن زوي وسله والو وژلی وو.

تر دې مخکې هم په کراچۍ کې پر عوامي نیشنل ګوند، ایم کیو ایم او پیپلز ګوند حملې شوې دي او د ټولو حملو پړه وسله والو طالبانو منلې ده.
XS
SM
MD
LG