د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې اووه امریکايي پوځیان وژل شوي دي


کابل - په افغانستان کې په دوو جلا جلا پېښو کې اووه امریکايي سرتېري وژل شوي دي.


دا په افغانستان کې میشتو امریکايي ځواکونو له پاره په تېرو څو میاشتو کې تر ټولو خونړۍ ورځ وه.

چارواکي وايي، پینځه امریکايي سرتېري د خالي پر ورځ په کندهار کې هغه مهال ووژل شول چې موټر یې د سړک غاړې په یو ښخ شوي ماین ور وخوت.

همدارنګه، د فراه ولایت چارواکي خبر ورکوي چې دوه نور امریکايي سرتېري د یو افغان پوځي په ډزو وژل شوي دي.

طالبانو د فراه د پېښې مسوولیت قبول کړی دی.

د اسوشي اېټډ پریس اژانس په وینا، دا په تیر یو کال کې درېيم ځل دی چې اووه امریکايي پوځیان پر یوه ورځ وژل کېږي.
XS
SM
MD
LG