د لاسرسي ځای

تازه خبر

تاو تریخوالی، مظاهرې، جلسې او د ماشومانو استعمال



پراګ - د مې په درېیمه نېټه په کراچۍ کې د عوامي نیشنل ګوند پر یو غړي صادق زمان خټک ډزې وشوې. په دې ډزو کې هغه سره د خپل شپږ کالن زوی اېمل خټک هم ووژل شو. په دې حمله کې د نوموړي بل ۱۴ کالن زوی ژوبل شو.


د دغه برید ذمه واري د پاکستان تحریک طالبان منلې ده.

دا چې ماشومان مظاهرو او جلسو ته بیول په کار دي او که نه؟ همدا راز، په بل صورت کې ماشومان ولې دومره ژر جرمونو کولو ته غاړه ږدي، چې ځېنې وسله والې ډلې یې د خپلو مقاصدو له پاره استمالوي؟

د دې په ځواب کې له پېښوره د ماشومانو د حقونو یو مبارز او کارپوه ارشد محمد وایي:

((ماشومان د وسله والو ډلو له پاره یو اسان هدف دی، چې د خپلو مقاصدو له پاره یې استمال کړي. هغوی ژر تیارېږي. نړیوال بشري قانونه نه خو حکومتي ډلو او نه غیر حکومتي ډلو ته دا اجازت ورکوي چې ماشومان په جنګ کې استعمال کړي، او یا پر تشدد وکړي.))

د وسله والو له خوا پر ماشومانو او ښځو ډزې کول او یا په بمي حملو کې په نښه کول له مذهب او روایاتو ښکاره سرغړونه ده، او که نه؟

ماشومان د وسله والو ډلو له پاره یو اسان هدف دی، چې د خپلو مقاصدو له پاره یې استمال کړي.
ارشد محمد
د دې په ځواب کې د مذهبي چارو پوه او د پېښور پوهنتون پخوانی مشر ډاکتر قبله ایاز وایي، اسلام پر ماشومانو، ښځو او سپینږیرو د تشدد په هیڅ صورت اجازت نه ورکوي:

((په اسلام کې دا اجازت نه شته. بلکې د اسلام خو ډېر ښکاره تعلیمات دي. که په یو جنګ کې هم ته چېرې فاتح شې، نو نه به ماشومانو ته څه وایې، نه ښځو او نه [سپین روبو] ته، او نه پر مذهبي خلکو او ځایونو د حملو کولو اجازت شته.))

په ۲۰۱۱ز کال کې په صوابۍ کې د عوامي نیشنل ګوند پر یو غړی حنیف جدون د اختر پر ورځ په بمي حمله کې د هغه شپږ کالن زوی احمد ووژل شو.

ماشومان ډېر حساسه وي، او اکثره خبرې یې په ذهن کې پاتې شي، چې دغه وروسته مسلې پیدا کولای شي
ډاکتر خالد مفتي
همدا رنګه، په خیبر بښتونخوا، قبایلي سیمو او د هیواد په نورو برخو او هم په افغانستان کې، په بمي حملو کې یو شمېر ماشومانو خپل ژوند بایللی دی.

له دې علاوه اکثره په پاکستان او افغانستان کې جلسو او مظاهرو ته هم ماشومان بیول کېږي، د هغوي په جامو او مخونو سیاسي نعرې لیکلې وي، یو داسې ماحول ته د یوه ماشوم بیول د هغه په ذهن او فکر څه اثر غورځوي؟

په دې اړه په پېښور کې د رواني ناروغیو پوه یا سایکاټرېسټ ډاکتر خالد مفتي وايي:

((ماشومان ډېر حساسه وي، او اکثره خبرې یې په ذهن کې پاتې شي، چې دغه وروسته مسلې پیدا کولای شي.))

ډاکټر خالد مفتي دا هم وایي، باید مور و پلار ماشومان یو داسې ځای ته بو نه ځي چې یو خو د امنیت خطر وي، او بل هغه ماحول د ماشومانو په ذهني او جسماني صحت بد اثرات غورځوي.
XS
SM
MD
LG