د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د نوي امریکايي استازي نومولو هرکلی کړی دی


اسلام اباد - د پاکستان حکومت د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د نوي ځانګړي استازي د ټاکل کېدو هرکلى وکړ.


امريکا د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې تجربه کاره ډيپلومات جيمز دوبِنز به د امريکا د نوي ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي د نوي استازي ټاکل کېدل به سيمې ته د سولې، ثبات او نېکمرغۍ د راوستلو لپاره په ګډو هڅو کې مرسته وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کیري د جمعې پر ورځ تجربه کاره ډيپلومات جيمز ايف دوبِنز د افغانستان او پاکستان لپاره د نوي ځانګړي استازي په توګه معرفي کړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وويل: ”د پاکستان حکومت د سفير جيمز دوبِنز د ټاکل کېدو هرکلى کوي، دى د شخړو په حل او مديريت کې ارزښتمنه تجربه لري“

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي پوست په ٢٠٠٩م کال کې ايجاد شو، چې پر دې مقام لومړى ريچارد هولبروک وټاکل شو.

په ٢٠١٠م کال کې د هولبروک تر مرګ وروسته، د ٢٠١٢م کال تر پاى پورې مارګ ګروسمن پر دې مقام وظيفه اجرا کوله.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري د جمعې په ورځ وويل، ده د اسلام اباد او کابل مشرانو ته په ټليفون خبر ورکړى چې پخوانى ډيپلومات جيمز دوبِنز به د امريکا نوى استازى وي.

دوبِنز په بوسنيا، کوسوو، او هيتي کې هم دندې اجرا کړي دي.

د امريکا د لومړي انګړي استازي په توګه دوبنز د بن په کنفرانس کې د واشنګټن استازيتوب کاوه، دغه کنفرانس په افغانستان کې نوى حکومت تشکيل کړ.
XS
SM
MD
LG