د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي کمیشن پاکستان کې انتخابي بهیر څاري


غلام غوث مشال

پېښور: د اروپايي ټولنې د انتخاباتو د څارنې د كميشن پنځه كسيزې ډلې د ماییکل ګاهلر په مشرۍ کې د خيبر پښتونخوا وزير اعلا جسټس ريټائرډ طارق پرويز او د ګورنر انجينئر شوكت الله سره د زيارت په ورځ ليده کاته كړي-


په وزير اعلا هاوس پېښور کې له وزير اعلا سره د دې ډلې د ملاقات پر مهال د پښتونخوا د كورنيو چارو نګران وزير فياض تورو او د پښتونخوا چېف الېکشن کمیشنر سونو خان بلوچ او چېف سيكرېټري غلام دستګير اختر هم موجود وو-

بيګا ماسخوتن له وزير اعلا هاوس پېښوره د خپور شوي بيان له مخې له وزير اعلا سره په دې ملاقات کې د اروپايي ټولنې د انتخاباتو د څارنې دې ډلې ته د الېکشن لپاره په خيبر پښتونخوا صوبه کې د شوي انتظاماتو او د كانديدانو او پولینګ سټېشنونو د امنيت په اړه مالومات وركړل شو او د ۱۱م مې لپاره د حكومت لخوا د پلان شويو ټولو انتظاماتو له تفصيله د اروپايي ټولنې د انتخاباتو د څارنې كميشن خبر كړي شو-

په ګورنر هاوس پېښور کې ګورنر انجينيئر شوكت الله د اروپايي ټولنې د انتخاباتو څارنې كميشن سره په ګورنر هاس پېښور کې په قبایيلي سيمو کې د انتخاباتو د انتظاماتو په اړه خبري وكړي اوهغوی ته یې وویل، چې په اول ځل د قبایيلي سيمې ولس په سياسي بنيادونو په انتخاباتو کې برخه اخلي-

دا چې د اروپايي ټولنې د څارنې كميشن په رنګ د انتخاباتو د څارنې اداري ولې په پاكستان کې د ټولټاكنو څارنه كوي او د دې څارنې څه هدفونه دي. د دې پوښتنې په ځواب کې د سياسي چارو كارپوه قريش خټك مشال ريډيو ته وويل:

"پاكستان په نړيواله توګه ځیني لوظنامې لاسليك كړېدي، دا نړيوال څارونکي په پاكستان کې د الېکشن د بيلا بيلو اړخونو څارنه كوي،او ګوري چې پاكستان تر كومه حده خپلې آیيني او نړيوالې ذمه وارۍ تر سره كوي او خپل ولس ته تر كومې کچې د هغوی آیيني حقونه وركوي"

که څه هم د پښتونخوا ګورنر او وزير اعلا د اروپايي ټولنې څارنې كميشن ته ډاډ وركړی دی چې د سپا او رڼو انتخاباتو لپاره يې ټول انتظامات برابر كړيدي خو د دې كميشن استازو د سياسي ګوندونو له مشرانو سره هم ملاقاتونه كړيدي او د هغه سياسي ګوندونو له اندېښنو يې ځانونه خبر كړيدي، چې له امنيتي خطرونو سره مخامخ دي-

د عوامي نيشنل ګوند د پښتونخوا مشر سېنېټر افراسياب خټك مشال ريډيو ته وويل، چې د دوی د ګوند مشر اسفنديار ولي خان او بشرا ګوهر او هغه پخپله او د دوی ځینو كانديدانو د اروپايي ټولنې د څارنې كميشن له استازو سره وليدل. او هغوی یې له خپلو انديښنو خبر كړل-

دی وايي: "له دوی سره وخت په وخت موږ اړيکې ټينګې كړېدي او چې كوم حالات دي له هغه یې خبروو، موږ داسې حالاتو کې ښکېل يو لكه چې يو تن له پښو وتړې او نور پرانیستلي وساتې او ورته ووایې چې ځه منډه وکړه"

د اروپايي ټولنې د څارنې كميشن په داسي حال کې د پښتونخوا له ګورنر او وزير اعلا سره د آزادو او سپا ستره انتخاباتو لپاره د حكومتي ګامونو په باب ليدل كتل كړيدي چې وسلوالو طالبانو يو ځل بيا په يوه تازه ويډيو پيغام کې ويلي دي چې پر عوامي نيشنل ګوند پاكستان پيپلز ګوند او متحده قامي مومنټ به خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

د سياسي چارو كارپوه قريش خټک وايي، پر اې اېن پی. پي پي پي، او اېم کیو اېم باندې پرله پسې بریدونه د پاكستان لخوا د لاسلیک کړي د ولسي او سیاسي حقوقو د نړیوال تړون (International Convention on Civil and Political Rights ) څرګنده سر غړونه ده او کېدای شي نړيوال څارونکي په خپلو راپورونو کې پر دې نيوکې وكړي او د دې نوټس واخلي

"عوامي نيشنل ګوند پاكستان پيپلز ګوند او متحده قامي مومنټ لوی او سيكولر ګوندونه دي، د هغوی مخه نيول کېږي، او د غير رياستي تنظييمونو لخوا او د يادو سياسي ګوندونو په وينا د بعضې رياستي ادارو لخوا دا هڅه کېږي چې د دوی مخه ونيول شي، زما په فكر داد ICCPR په نوم د نړيوال قانون د پنځويشتمې مادي سرغړ ونه ده او نړيوال څارونکي به ضرور د دې نوټس اخلي"

د بشري حقونو د كارپوهانو په وينا د وسلوالو لخوا بعضې سياسي ګوندونو ته خطرونه د ازادو او رڼو ټاكنو پر بهير بد اغيز شیندلی شي خو پاکستاني حكومتي چا رواکې وايي، د وسلوالو د خطرونو د مخنيوي لپاره يې ګامونه په پام کې نيولي دي-

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG