د لاسرسي ځای

تازه خبر

باړه کې د یو خاصه دار په کور حمله، درې مړه



فرهاد شینواری

د خیبر پولیټیکل ایجنټ د دفتر یو سرکاری چارواکی خپل نوم نه خپرولو په شرط نن سهار مشال راډیو ته ویلي دی چې تیره شپه د باړې په اکا خیلو سیمه کې نا څرګنده وسلوال د خاصه دارو ځواک یو تن قمر ګل کور ته ورننوتل او د دوی په کورنۍ یې نا تاره ډذې پیل کړې چې په نتیجه کې یې قمر ګل په خپله او د ده کورودانه ځای پر ځای ووژل شول، او نږور او یو نمسۍ یې ژوبل شول، چې نږور یې بیا په یو رغتون کې سا ورکړه.


د دوی په وینا تیره شپه د اکا خیلو سیمې نه د یو بل خاصه دار په ګډون پینځه ځایې کسان هم نا څرګنده وسلوالو تښتولي دي.

د دغو پیښو پړه تر دې دمه چا په خپله غاړه نه د اخیستې.

خو بل خوا د لشکر اسلام وسلوالې ډلې مشر منګل باغ د نا معلومه ځایه څخه د ټیلیفون په کرښه مشال راډیو ته ویلي دی چې د لشکر اسلام ډلې د اکا خیلو دغې پیښې سره څه تعلق نه شته او نه دوی دغه برید تر سره کړۍ دی.

یاده دې وی چې خیبر ایجنسۍ په باړه سیمه کې د تیرې اوږدې مودې راهیسې د لشکر اسلام وسلوالې ډلې پرضد پوځي عملیات روان دي او وخت نا وخت په کې داسې پیښې رامنځ ته کیږي او د امنتي سرتیرو او سلوالو ترمنځه هم د نښتو په مهال ولسي وګړو ته هم زیانونه اوړیدلې دي.

د باړې په زیاتره برخو کې اوس هم کرفیو ده او ټول بازارونه سکولونه او روغتونونه په کې تړلی دی،او د بد امنۍ له امله ترې په زرګونه خلکو خپلې کډې هم ویستلی دي چې دا مهال یې ډېری کورنۍ په جلوزو کډوالو کیمپ کې هم ژوند کوي.
XS
SM
MD
LG