د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان به ریښتیا د افغانستان امن لپاره کار وکړي؟


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي او د پاکستان سر لښکر اشفاق پروېز کیاني، له بیلجیم غونډې پس
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي او د پاکستان سر لښکر اشفاق پروېز کیاني، له بیلجیم غونډې پس

فارن پالیسي مجله لیکي په دې وروستیو کې د بیلجیم په پلازمېنه کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي او د پاکستان پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر جان کیري سره ولیدل.


دا لیدنه ښيي چې د اوباما حکومت د اسلام اباد و کابل تر منځ کړکېچ پای ته رسول غواړي ځکه چې همدا ستونزه په افغانستان کې د جګړې د دوام سبب ده.

تر غونډې وروسته جان کیري ویلي ول پر دې خوشاله دی چې په خبرو کې ټولو مشرانو سره پرمختګ کړی دی. ده وویل دوی ټول به ((هم پر سیاسي لارو او هم د امنیت پر لارو پرمختګ او خبرو ته دوام ورکوي.))

کیري وویل، دوی ((ژمن [دي] چې د [افغانستان و پاکستان] او ټولې سیمې ثبات او سولې)) لارې چارې ولټوي.

په مقاله کې راغلي، امریکايي چارواکي وايي، پاکستان د افغانستان حکومت ځپلو له پاره تر کالونو د وسله والو ملاتړ کړی دی خو اوس داسې ښکاري چې پاکستان خپله لار بدله کړې ده او د زیاتې همکارۍ په ذریعه په افغانستان کې د شخړو سیاسي حل پیدا کول غواړي. دا داسې وخت دی چې بهرني جنګي پوځیان هم راتلونکی کال له افغانستانه ووځي.

خو امریکايي چارواکي بیا دا هم مني چې په افغانستان کې د هغو وسله والو په ملاتړ او مرسته کې ((د ذکر وړ بدلون)) نه دی راغلی چې له امریکايي پوځیانو سره جنګېږي.

فارن پالیسي مجله وايي، پاکستان د حقاني وسله والې ډلې، کوټې شورا او افغان وسله والو طالبانو ملاتړ کړی دی. دا ټولې ډلې پاکستان ساتلې، روزلې او وسلې یې ورته ورکړې دي. همدو ډلو په افغانستان کې وسله واله مبارزه روانه ساتلې ده.

په لیکنه کې راغلي، د پاکستان دې کار امریکا غوسه کړې ده ځکه چې امریکا په ۲۰۰۱ز کال کې د طالبانو نظام تر ړنګولو وروسته کالونه تېر کړل او په اربونو یا بیلیونونو ډالره یې ولګول چې افغانستان باثباته کړي.

پاکستان د دې وسله والو ډلو ملاتړ ځکه کړی دی چې وېره لري افغانستان به د دې هیواد له دښمن یانې هند سره ملګری شي او دا چې د پاکستان په غربي سیمه کې ښايي بیلتونپالي غورځنګونه یا تحریکونه پیل شي. نو د طالبانو ملاتړ دا مانا لري چې په افغانستان کې د هند اثر ډېر کم وساتل شي.

لیکنه وايي، اوس که پاکستان ریښتیا دا پرېکړه کړې وي چې د افغانستان په اړه باید تګلاره بدله شي نو دا به ډېره ښه خبره وي. د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د تېر سېپټېمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو عمومي شورا ته په خپله وینا کې ویلي ول چې د افغانستان روښانه راتلونکې په دې کې ده چې سولې ټول عمل باید د افغانانو په لاس کې وي او د افغانانو په مشرۍ وي.

فارن پالیسي مجله زیاتوي، په پاکستان کې د انتخاباتو ورځې شپې دي او د دې هیواد زیاتره ګوندونه هم دا فکر کوي چې باید په افغانستان کې د سولې په عمل کې مرسته وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG