د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې د پاکستان ضد لاریون




په ننګرهار کې په زرګونو خلکو چې له پاکستانیو ځواکونو سره د وژل شوي افغان پولیس جنازه یې انتقالوله د پاکستان پر ضد مظاهره وکړه.


په سیمه کې د مشال راډیو خبریال وايي، مظاهره کونکو نن په داسې حال کې د وژل شوي افغان سرحدي پولیس جنازه وړله چې د سړک غاړو ته په سلګونه خلک د ګلانو له ګیډیو سره ولاړ وو او د پاکستان پر ضد یې شعارونه ورکول.

افغان چارواکي وايي چې بېګا شپه د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني سرتیرو تر منځ په نښته کې یو سرحدي پولیس وژل شوی او درې نور ټپیان دي. دوی وايي پاکستاني لوري ته تر دې ډير تلفات اوښتي خو دقیق شمیر یې نه دی څرګند.

د ننګرهار سیمه یېز چارواکي وايي چې ددې نښتې په نتیجه کې افغان ځواکونو د ډیورنډ پر کرښې د پاکستان له خوا نوې جوړه شوې دروازه او پوستې له منځه وړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG