د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر هګري نه پرېږدو. ANP MQM PPP


عوامي نېشنل پارټۍ په بیا بیا د ترهګرۍ ښکارکېږي
عوامي نېشنل پارټۍ په بیا بیا د ترهګرۍ ښکارکېږي


په پاکستان کې د ټاکنیز کمپین په مهال په کیڼ اړخو ګوندونو د بمي حملو روسته درې ګوندونه پیپلز پارټۍ.عوامي نییشنل ګوند او متحده قامي مومنټ په دې متحد شوي دي چې په ګډه به د ترهګرۍ مقابله کوي او په راتلونکو ټولټاکنو کې به برخه اخلي .



د دوشنبې په ورځ د کراچۍ په پریس کلب کې ګډې خبري غونډې ته د ایم کیو ایم ، عوامي نیشنل ګوند او پیپلز ګوند مشرانو وویل ، کیڼ اړخي ګوندونه د ترهګرو په وړاندې متحد او یوه خله دي.

غونډې ته په وینا کې د پیپلز ګوند یو مشر او د سند صوبې د پخواني وزیراعلی مشیر تاج حیدر وویل:

" ترهګرې ډلې د ښي اړخه سیاسي ګوندونو وسله والې ډلې دي، ترهګر ښي اړخي سیاسي ګوندونه خپل ضامنان شمیري، دغه ښي اړخه ګوندونه د سیاست په هر ډګر کې ناکام شوي دي او اوس غواړي د ترهګره ډلو د ټوپک د شپیلۍ تر سیوري لاندې خپل ځانونه واک ته ورسوي"

د متحده قامي مومنټ ډلې لوړ پوړي چارواکي عباس رضوي وویل، په پاکستان کې د ښي اړخو او کیڼ اړخو ګوندونو ترمنځ راښکل شوې نظریاتي کرښه اوس لاپسې جوړه شوې ده او د داړو اړخونو ګوندونه په دوه جدا جدا برخو تقسیم شوي دي.

((موږ د ترهګرۍ د دې پېښو او بمي چاودونو څخه نه وېرېږو ،موږ درې واړه ګوندونه به په نره د دې مقابله کوو))

د عوامي نیشنل ګوند د سند صوبې جنرل سیکرټري بشیرجان دغې خبري غونډې ته وویل چې درې واړو ګوندونو پریکړه کړې ده چې هرو مرو به په ټاکنو کې برخه اخلي او ټاکنې به ځنډیدو ته نه پریږدي.

((موږ له ټاکلې نیټې سره سم انتخابات غواړو او په دې کې برخه اخیستل غواړو ، ترهګر که څه کولی شي ودې کړي خو دومره ضرور وایم چې په دې هر څه کې د ترهګرو ترڅنګ الیکشن کمېشن او نګران حکومت هم برابر شریک دی))

یاده دې وي له تېرو څو کلنو راهسې د ایم کیو ایم ګوند او عوامي نیشنل پارټۍ ترمنځ په کراچۍ کې د یو شمیر مسلو پر سره سخت اختلافات موجود و خو د وسله والو طالبانو لخوا د پیپلز ګوند په ګډون په درې واړو ګوندونو ترسره شویو حملو وروسته د دغو ګوندونو مشرانو په لومړي ځل شریکې خبري غونډې ته ویناوې کړې او په یوه نکته یعنې د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په ټکي سره متحد شوي دي.
XS
SM
MD
LG