د لیبیا وزیر اعظم ویلي، حکومت یې ډېر پیاوړی او پر هوډ ولاړ دی. علي زېدان دا خبره تر هغې وروسته کړې چې تېره ورځ وسله والو د دې هیواد د بهرنیو چارو وزرات محاصره وکړه.
دا خلک غوښتنه کوي چې په اوسني حکومت کې پر لوړو څوکیو د هغو چارواکو پر کار کولو دې بندیز ولګول شي چې د پخواني مشر معمر قذافي له پاره یې کار کاوه.
رپورټونه وايي، لږ تر لږه په ۲۰ پېک اپ ګاډو کې ورغلیو خلکو تېره ورځ په طرابلس کې د وزارت وداني محاصره کړه. په دې کې پر ځینو ګاډو الوتکې ویشتونکي توغندي هم لګېدلي ول.
وسله والو دا هڅه هم وکړه چې د کورنیو چارو وزرات او دولتي خبري اژانس ته ورننوځي خو ناکامه شول. وزیر اعظم علي زیدان ویلي، دا ډول حملې حکومت نه شي وېرولی.
په ۲۰۱۱ز کال کې د غربیانو په ملاتړ یاغیانو د قذافي رژیم ړنګ کړ. هغه وخت یاغیانو قذافي ونیوه او بیا یې وواژه.