د لاسرسي ځای

تازه خبر

"انتهاخوښي خپل ملګري پارلمان ته رسول غواړي"


د اې اېن پي سند صوبې مشر سېنېټر شاهي سید
د اې اېن پي سند صوبې مشر سېنېټر شاهي سید

ظفرکریمي

کراچۍ : د عوامي نیشنل پارټۍ د سند صوبې چارواکي وایي که څه هم په کراچۍ کې د دوی د انتخاباتي هلو ځلو پر ځایونو بمي بریدونه کیږي خو دوی به هرومرو په ټاکنو کې برخه اخلي.


د اې اېن پي سند صوبې مشر سېنېټر شاهي سید د یکشنبې) اتوار) پر ورځ مشال راډیو ته وویل، چې دوی به هېڅکله انتهاپسند سوچ لرونکو ته میدان خالي نه پرېږدي.

((ترهګر اوس پارلیمنټ ته دهشتګرد رسول غواړي او په پارلیمنټ قبضه کول غواړي. الیکشن ته ودریدل زموږ کار دی. که عوام لیبرل سوچ غواړي نو زموږ ملاتړ به وکړي. موږ له انتخاباتو نه پر شاکیږو، خامخا به په انتخاباتو کې برخه اخلو))

نوموړي زیاته کړه، د راتلونکو ټولټاکنو لپاره هلې ځلې یوازې په پنجاب صوبه کې روانې دي او پاتې نورې درې واړه صوبې او قبایلي سېمو کې د ټولټاکنو د کمپین چلولو لپاره ماحول سازګار نه دی. د هغه په خبره همدا لامل دی چې دوی له اوسه د ټاکنو د شفافیت په اړه تحفظات لري.

((په پنجاب کې الیکشن دی پاتې درې واړو صوبو کې خاموشي ده . په سند ،پښتونخوا او بلوچستان کې حالات خراب کړی شوي دي . ددې مطلب دا راوځي چې یوازې پنجاب پاکستان دی )).

د عوامي نیشنل ګوند د سند صوبې مشر وویل پر دوی او نورو کیڼ اړخو ګوندونو حملې ځکه کیږي چې په ۲۰۱۴ کې د افغانستان څخه نیټو ځواکونه د وتلو اعلان کړی دی او ترهګر غواړي د دوی له وتلو روسته پارلیمان ته هم خپل همنوا ملګري ورسوي .

سېنېټر شاهي سید زیاته کړه ځینو ګوندونو ته د انتخاباتي کمپین لپاره ازاد ماحول ورکول او ځینې ګوندونه له دې څخه بې برخې کول په خلکو کې د محرومۍ احساس پاروي او دا کار د پاکستان سالمیت ته زیان رسولی شي.

((موږ چې کارنر میټینګ هم کوو نو چاودنه په کې کیږي، په کومه حجره کې چې وړه غونډه وکړو د حجرې والا ته ټلیفون کیږي چې ۵ لاکه روپۍ جرم راکړه ځکه چې د ای این پي والاو ستا په حجره کې کارنر میټنګ کړی دی، دا خو داسې شوه چې تا یو تن په پښو لاسونو تړلی دی او بل دې خلاص پرېښودی دی او تړلی سړی پرې وهې .دا ښکاره دهشګردي ده. په کوم ملک کې چې دهشتګردي زیاته شي نو بیا د هغه ملک جغرافیه او حدود اربعه بدلېږي))

سېنېټر شاهي سید یادونه وکړه چې که په پاکستان کې حالات د مکملې ګډوډۍ لور ته روان دي او که په دې وخت کې ټول سیاسي ګوندونه او ریاستي ادارې د ترهګرو پر ضد یوه خله نه شي نو د ټاکنو روسته به حالات نور هم له کنټروله بهر شي.
XS
SM
MD
LG