د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې پرله پسې بریدونه،الیکشن کمیشن څه کوي ؟


په پاکستان کې دمئي دمیاشتي د انتخاباتو لپاره د هيواد په زياترو برخو کې انتخابي کمپاين روان دی. خو په تيرو څو ورځو کې په مختلفو سياسي ګوندونو چې عوامی نيشنل پارټې، متحده قومي مومنټ او پيپلز ګوند پکې شامل دي، پر انتخابي جلسو بريدونه کيږي چې په سوونو خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اتوار پر ورځ هم د خيبر پښتونخوا په کوهاټ او پيښور ضلعو کې پر انتخابې جلسو بريدونه شوي چې پکې د اتو نه زيات کسان وژل شوي دي. سياسي ګوندونه او په ځانګړي توګه ای اين پي، ايم کيو ايم او پيپلز ګوند شکايت کوي چې دوی په ازاد مټ انتخابي کمپاين نشی چلولی او د دوی پلویان له ګواښونو سره مخامخ دي. بلخوا د پاکستان اليکشن کميشن چارواکو د پيښور، کوټې او کراچۍ د پيښو نوټس اخستی او صوبایي نګران حکومتونو ته يې امر کړی چې د سياسي ګوندونو امنيت يقيني کولو لپاره دې هر ممکن ګامونه پورته کړي.
ايا په موجوده خرابو امنيتي حالاتو کې به ازاد او شفاف انتخابات يقينی شي، هم دغه پوښتنه د مشال راډيو خبريال ګل اياز د اليکشن کميشن وياند خورشيد عالم نه کړي. د خورشید عالم سره شوې مرکه لاندې اوریدلای شئ.



تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:45 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG