د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې پانګونه امنیت ټینګولای شي


ژباړه: مشال راډیو

د نوي ډیلي ایکسپرس نیوز سرویس آژانس په الماتې کي «د آسیا زړه » کنفرنس په اړه یو تحلیلي راپور لیکلی او په یوې برخې کي یي لیکي:


((د هند د بهرنیو چارو وزیر سلمان خورشید په قزاقستان کي د جمعې په ورځ وویل، افغانستان یوازي په هغه صورت کي سوله اېز کیداي شي او د پرمختګ پر لور حرکت کولاي شي چې د سیالۍ او ستراتیژيکي عمق تنګ نظري مفکوره په سیمه اېزې همکارۍ بدله شي.))

آژانس زیاتوي، هند په دي کنفرنس کي چي د استانبول د کنفرانس په دوام کي جوړ شوی، د سوداګرۍ او پانګوونې لپاره د باور رامنځ ته کولو د چارو مشري کوي.

د ایکسپرس نیوز په باور، د الماتې کنفرنس مهم دی او دا ځکه چي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو مخکي جوړ شوی او دا پداسي حال کي ده چې له ۲۰۱۴ م کال وروسته د افغان حکومت د توان په اړه هم پوښتنې شته.

آژانس لیکي: ((د هند د بهرنیو چارو وزیر سلمان خورشید په کنفرانس کي په ډاګه پاکستان یاد کړ او ویي ویل چې د اقتصاد په برخه کي د اعتماد ایجادولو په هلو ځلو کي د هند مشرتابه په دي باور دی چې په افغانستان کي هغه مهال دوام داره سوله راتلاي شي چې د سیمې او نړۍ د هیوادونو د سیالۍ او ستراتیژیکي عمق فکر په افغانستان کي په همکارۍ او اقتصادي پانګوونې بدل شي.))

آژانس وړاندي لیکي: د هند د بهرنیو چارو وزیرد الماتي په غونډه کی دا هم وویل چې هند د افغانستان د حاجې ګګ د اوسپني د کان قرارد داد کړی او مقصد یي یوازي د اوسپني یا خامو موادو راایستل ندي ،بلکه پلان لري چې په افغانستان کي د اوسپني د ویلي کیدو فابریکه هم جوړه کړي.
XS
SM
MD
LG