د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټا او ټولټاکنې: کورمه اېجنسۍ ۳۸ حلقه

د ۲۰۱۳م کال د مې میاشتې پر ۱۱مه نېټه د ټول پاکستان په ګډون د ګڼ مېشتو پښتنو په قبایلي سیمو لکه خیبر، مومند، باجوړ، اورکزۍ، کورمه، جنوبي وزیرستان او شمالي وزیرستان کې هم په لومړي ځل سياسي ګوندونو ته په انتخاباتو کې د برخې اخیستو اجازت ورکړل شوی.



په دې لړ کې مشال راډيو د قبايلي سيمو د بيلا بيلو حلقو له اميدوارانو سره د خبرو اترو لړۍ پیل کړې چې موخه يې د قبايلو ستونزی د هغوی له راتلونکو استازیو سره شريکول دي.



د دې لړۍ په نننۍ خپرونه کې مو د کورمې ایجنسۍ۳۸ حلقې له پاره امیدواران مېلمانه کړي دی.



ازاد امیدوار حاجي سلیم خان اورکزی ، پاکستان مسلم لیک ن نوید اورکزی ، د پاکستان د پارلېمان پخوانی غړي او د جمعیت علمای اسلام فضل الرحمان ډلې امیدوار منیر اورکزی ، متحده قباییل پارټۍ امیدوار ملک حبیب اورکزی، ازاد امیدوار سنیټر انجینر رشید احمد خان ، ازاد امیدوار ملک نور اکبر او ازاد امیدوار محمد جان اپریدي دی.





د دغه ګړدي مېز کوربه د مشال راډیو خبریال داود خټک دی.
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:46:29 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG