د لاسرسي ځای

تازه خبر

برتانیا: پاکستان کې روزل شویو ترهګرو ته د بند سزا


له چپ طرفه عاشق علي، عرفان خالد او عرفان نصیر. دوی ته د بند سزا ګانې اورول شوې دي.

لندن/ اسلام اباد: په برتانیا کې د جمعې پر ورځ ۱۱ کسانو ته د القاعده په امر په دې هېواد کې د ترهګرو حملو د پلانولو په تور د قيد سزا اورول شوې ده.


له دې ۱۱ کسانو څخه لږ تر لږه شپږ تنه په دې تورن شوي چې په پاکستان کې د ترهګرو د روزنې کمپونو ته تللي دي.

د لندن په جنوب ختیځ کې د جمعې پر ورځ د يو عدالت جج د دې کړۍ مشر عرفان ناصر ته د عمر قید، عرفان خالد ته ۱۸ او عاشق علي ته د ۱۵ کالونو د قېد او پاتې کسانو ته تر دې د کم وخت سزاګانې واورولې.

دا ډله چې غړي یې ټول برتانوي مسلمانان دي د خلکو د ګڼې ګوڼې په سیمو کې د اتو لویو بمونو او احتمالاً په نورو ځایونو کې د ټایم بمونو د چوولو له پاره د پلان په جوړولو تورن شوي دي.
هلته پاکستان ويلي دي چې د ترهګرو روزنې کیمپونه نه لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وياند اعزاز چودري د جمعې پر ورځ د دې وزارت په اوونيزه خبري غونډه کې ويل چې دوی د نړۍ په هر ځای کې د هر قسمه ترهګرۍ غندنه کوي.

پر پاکستان په نړیواله توګه تورونه پورې شوي دي چې په قبایلي سیمو کې د ترهګرو ځالې، پټنځایونه او روزنیز کیمپونه لري.

په دې ترځ کې د پاکستان استخباراتي اداره آی ایس آی په بیا بیا تورنه کېږي چې په پټه ترهګر روزي او ورسره ملاتړ کوي.

خو اسلام اباد تل دا ډول تورونه ردوي.
XS
SM
MD
LG